Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»ناروې: په افغانستان کې د اقلیم بدلون په اړه غونډه جوړ وو
    افغانستان

    ناروې: په افغانستان کې د اقلیم بدلون په اړه غونډه جوړ وو

    صابر افغانصابر افغان21 فبروري 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د چاپېریال ستانې ملي اداره وايي، د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې عمومي رئیس تاریه مگنوسن واتردال د دې ادارې د پالیسۍ او مسلکي معین زین العابدین عابد سره لیدلي او په گډو همکاریو یې خبرې کړې دي.له یادې ادارې څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، ناروې په افغانستان کې د خوړو خوندیتوب، طبیعي زېرمو او کرنې په برخه کې کار کوي او ناروې چمتو ده چې د چاپېریال ساتنې ادارې سره په گډه کار وکړي.د واتردال په خبره، ناروې د افغانستان په څو ولایتونو کې د نیالگیو اېښودو فارمونه جوړ کړي او هڅه کوو چې د چاپېریال ساتنې په برخه کې نورې پروژې هم پلې کړو، تر څو په افغانستان کې د اقلیمي بدلون د منفي اغېزو پر وړاندې په گډه مبارزه وکړو.:« افغانستان ته باید د اقلیمي بدلون نړیوال کنفرانس قاف ۲۸ کې د گډون بلنه ورکړل شوی وی او ناروې د افغانستان سره په گډه دا غږ پورته کوي چې په راتلونکي نړیوال کنفرانس کې چې په اذربایجان کې جوړېږي، بلنه ورکړل شي.»ده ویلي، ناروې په اپرېل میاشت کې د افغانستان او پاکستان په اړه د اقلیمي بدلون کنفرانس کوربه وي او له دې سره جوخت به په کابل کې د اقلیمي بدلون په اړه د چاپېریال ساتنې ادارې، نړیوالو موسسو او نورو ادارو سره په گډه د اقلیمي بدلون یوه گډه غونډه جوړه کړي.په خبرپاڼه کې د دې ادارې د مسلکي مرستیال زین العابدین عابد له قوله ویل شوي، اوسمهال په افغانستان کې بشپړ امنیت دی او نړیوال بنسټونه کولی شي چې له افغان حکومت سره په گډه پروژې پلې کړې.:« افغانستان د اقلیمي بدلون په برخه کې سخت زیان لیدلی، کرنې سکتور ترڅنگ د اوبو او روغتیا برخو هم ډېر زیانمن شوي دي.»د عابد په خبره، د چاپېریال ساتنې اداره د هېواد په هر ولایت کې ۲۰ جریبه ځمکه لري او ناروې کولی شي هلته د نیالگیو فارمونه جوړ کړي او خپلې څېړنې هم وکړي.:«موږ د نمونه‌يي ځنگلونه طرحه جوړه کړې او ډېر ژر به یې په ټول هېواد کې پلې کړو.»ناروې داسې مهال په افغانستان کې د اقلیمي بدلون د غونډې خبره کړې، چې یوه اوونۍ وړاندې په ننگرهار پوهنتون کې هم د اقلیمي بدلون په اړه نړیوال کنفرانس جوړ شوی و، چې گڼو نړیوال بسنټونو پکې برخه اخیستې وه.افغانستان د نړۍ له لسو هغو هېوادونو څخه دی چې له اقلیمي بدلون څخه ډېر زیانمن شوی دی.

    مخکینۍ مقالهامنیت شورا د افغانستان په تړاو غونډه جوړوي
    راتلونکي مقاله د افغان ټرانس اوسپنې پټلۍ پروژې د تخنیکي ـ اقتصادي مطالعاتو د پیل هوکړه‌لیک لاسلیک شو

    مربوطه لیکنې

    پاکستاني طالبانو کرمه‌ کې پر يوه پوسته برید کې ۱۰ عسکرو ته مرګ‌ژوبله اړولې

    6 سپتمبر 2025

    د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مشر د ختیځ اقتصادي فورم په نړیواله غونډه کې ګډون وکړ

    6 سپتمبر 2025

    د وسله‌وال پوځ لوی درستیز د کنړ له زلزله‌ځپلو سره وکتل

    6 سپتمبر 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    تورې څېرې 7 سپتمبر 2025

    د پرون ناکام چارواکي، د بایللي سهار په لټون کې

    د افغان حکومت مخالفین، چې دا مهال په بهر کې مېشتو سیاسي، نظامي او مدني…

    صهیونیستي رژیم تېرو ۲۴ ساعتونو کې څه باندې ۴۰۰ فلسطینیانو ته مرګ ژوبله اړولې

    6 سپتمبر 2025

    د فرانسې ټولو روغتونونو ته د راتلونکي کال د احتمالي جګړې لپاره د چمتوالي امر شوی

    6 سپتمبر 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د پرون ناکام چارواکي، د بایللي سهار په لټون کې

    7 سپتمبر 2025

    صهیونیستي رژیم تېرو ۲۴ ساعتونو کې څه باندې ۴۰۰ فلسطینیانو ته مرګ ژوبله اړولې

    6 سپتمبر 2025

    د فرانسې ټولو روغتونونو ته د راتلونکي کال د احتمالي جګړې لپاره د چمتوالي امر شوی

    6 سپتمبر 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،018 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،960 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،990 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.