شېر کړئ Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp د پاکستان په بلوچستان کې د جمعیت علماء اسلام ګوند ځایي مسؤول «مفتي شامیر بزنجو» نامعلومه وسلوالو په ډزو وژلی.له تېرو څو میاشتو را په دېخوا په مسلسل ډول پاکستان کې د جمعیت علماء اسلام ګوند غړي په نښه او له منځه وړل کېږي.دا په داسې حال کې ده، چې څه موده وړاندې المرصاد نشراتي ادارې هم د خپلو سرچینو له قوله د دې ګوند په مخښکو غړو د بریدونو خبرداری ورکړی و.تر اوسه کومې ډلې د یاد برید مسؤلیت په غاړه نه دی اخیستی، خو عام خلک په ورته بریدونو کې پاکستانی ریاست ښکېل ګڼي.
زلمی خلیلزاد: د پاکستان حاکم رژیم دې له کورني اړو دوړ څخه د وتلو لپاره عملي حللارې وړاندې کړي3 فبروري 2026
پخوانی امريکايي ډيپلوماټ زلمی خلیزاد: د بلوچستان په اړه د پاکستان حکومت تګلاره ناکامه ده او پروني همغږي پراخ بریدونه ښيي چې وضعیت تر کنټرول وتلی1 فبروري 2026