ناټو په لومړي ځل تائید کړه، چې د شمالي کوریا پوځي ځواکونه روسیې ته استول شوي او د کرسک په سرحدي سیمه کې د اکرایني پوځیانو پر وړاندې یې خپل عملیات پیل کړي.
د دې سازمان عمومي منشي مارک روته د دوشنبې پر ورځ د سوېلي کوریا اطلاعاتي او دفاعي چارواکو سره له لیدنې وروسته هلته د یادو ځواکونو ځای پر ځای کېدل تائید کړي.
د ناټو نوي مشر ویلي، د شمالي کوریا د ځواکونو ځای پر ځای کېدل د اوکرایین او روسیې ترمنځ د “جګړې شدت” ښکارندويي کوي.
تېره اونۍ راپورونه خپاره شول چې، پیونګ یانګ له خپل متحد مسکو سره د مرستې لپاره زرګونه پوځیان روسیې ته لېږدولي خو د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له دې انکار کړی و.