د نایجریا د بېړنیو خدمتونو چارواکو اعلان کړی، چې د دغه هېواد په نایجر ایالت کې د سختو سېلابونو له امله لږ تر لږه ۱۵۱ کسان وژل شوي او ګڼ شمېر نور نادرکه دي.
د چارواکو په وینا، یادو سېلابونو زرګونه هستوګنیز کورونه، کرنیزې ځمکې، ښوونځي او نور بنسټیز تأسیسات ویجاړ کړي دي.