د حماس غورځنگ سیاسي غړی اسامه الحمدان ویلي، د اسرائیلو لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو د خپلو شخصي گټو او موخو لپاره هڅه کوي چې د غزې په تړانگه کې جگړه اوږده کړي.نوموړي د لبنان په پلازمېنه بیروت کې یوې خبري ناستې ته ویلي، نتانیاهو دغه جگړه د خپل اقتدار د پایښت په خاطر اوږدوي.همدرانگه نوموړي په دغه خبري ناسته کې د اسرائیلو له لوري« د اوربند او بندیانو د تبادلې تړون» رد کړ او د غزې په تړانگه کې یې د پرمختگونو په اړه خبرې وکړې.ده وویل، د اسرائیلو استازو په غزه کې د بشپړ او هر اړخیز اوربند او د بندیانو د تبادلې په اړه د قطر او مصر په منځګړیتوب د فرانسې په پلازمېنه کې د توافق په خبرو کې گډون کړی و او هوکړې ته هم رسېدلي وو.: «موږ ولیدل چې اشغالګر اسرائیل د پاریس له موافقې څخه په شا شول، داسې موافقې ته د رسېدو لپاره شرایط او خنډونه رامنځته کوي چې زموږ د خلکو په وړاندې بریدونه پای ته ورسېږي.»د الحمدان په خبره، د پاریس د هوکړې وړاندیز ته د اسرائیلو د غبرگون او ځواب د جزییاتو په اړه وویل، چې اسرائیل د غزې په تړانگه کې په ازاده توگه د خلکو د تگ راتگ، خپلو کورونو ته د بېځایه شوو د بېرته راستنولو او اسرائیلي عسکر په بشپړه توگه د غزې نه د وتو تضمین نه کوي.نوموړي زیاته کړه، د نتانیاهو تگلاره او چلند دا ثابتوي چې دی د جگړې د اوږدولو په هڅه کې دی او غواړي له دې لارې خپل سیاسي راتلونکی جوړ کړي.:« حماس اوربند ته چمتو دی، خو په خپل اوسني دریځ لا هم ولاړ دی. حماس غواړي چې د فلسطین د خلکو پر وړاندې د اسرائیلو بریدونه بند شي.»د حماس او اسرائیلو په روانه جگړه کې تر دې مهاله غزه په بشپړه توگه ورانه شوې او زرگونه ماشومان، ښځې او سپینږیري پکې وژل شوي دي.