ټایمز اف انډیا راپور ورکړی، چې ټاکل شوې د هند لومړی وزیر نرېندرا مودي د مې له ۱۵مې تر ۲۰مې پورې د پنځو هېوادونو سفر پیل کړي.

د هند خارجه وزارت ویلي، مودي به لومړی د مې پر ۱۵مه متحده عربي اماراتو ته ولاړ شي او وروسته به هالنډ، سویډن، ناروې او ایټالیا ته سفر وکړي.

دا سفر په داسې حال کې کېږي چې د منځني ختیځ کړکېچ د نفتو نړیوال قیمتونه لوړ کړي دي.

تر دې وړاندې مودي د انرژۍ د سپما، د وارداتو او د سرو زرو د پېر کمولو او همداراز د سفرونو د محدودولو غوښتنه کړې وه، څو د هېواد پر اقتصادي وضعیت فشار راکم شي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version