Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»ننګرهار: د کانال ریاست مسؤلین وایي، چې په راتلوونکو درېیو کلونو کې به دغه ولایت د غنمو له پلوه ځان بساینې ته ورسېږي
    افغانستان

    ننګرهار: د کانال ریاست مسؤلین وایي، چې په راتلوونکو درېیو کلونو کې به دغه ولایت د غنمو له پلوه ځان بساینې ته ورسېږي

    صابر افغانصابر افغان1 اپریل 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    دو شنبه/ د وري ۱۳ مه د ننګرهار ولایت د کانال ریاست مسؤلین وایي، چې د ننګرهار ولایت په څلورګونو فارمونو پر ۲۲ زره ۲۹۲ جریبه ځمکه باندې سږ کال غنم کرل شوي دي.

    د یاد ریاست رئیس وایي، چې د کانال پر ځمکو د کښت کېدونکو غنمو له امله به دغه ولایت په راتلونکو درېیو کلونو کې به ځان بساینې ته ورسېږي او د دغه ولایت اړتیا به پوره شي.

    کانال ریاست د دې ترڅنګ د کرنې میکانیزه کولو لپاره په خپلو امکاناتو او همدارنګه د اجاره لرونکو او کرنیزو شرکتونو سره په همکارۍ نږدې ۸ زره جریبه ځمکې باندې د غنمو اصلاح شوي تخمونه کښت کړي، چې د اټکل له مخې به ترې له اووه نیمو څخه تر اته زره ټنو پورې غنم ترلاسه شي.

    د کانال پر ځمکو د غنمو کروندګر هم د اصلاح شوي تخمونو له امله خپلو حاصلاتو ته خوښ او هیله مند دي.

    جلال آباد ښار کې د غله جاتو پلورونکي هم د غنمو د بازار ښه کېدو له امله خوښ دي او وایي، چې د ننګرهار د کانال ځمکو باندې غنمو ښه پایله ورکړې او نږدې راتلونکي کې به دغه ولایت د غنمو له پلوه خود کفایۍ ته ورسیږي.

    ننګرهار کانال ریاست ۱۱ زره ۳۰۰ هکتاره ځمکه لري، چې د مسوولینو په وینا ۹۰ سلنه ځمکه یې د کښت او پاتې لس سلنه یې د صنعتي چارو لپاره عملاً برابره کړې ده.

    د ننګرهار کانال ریاست ځمکو باندې د غنمو ترڅنګ زیتون، ستروس، شولې، ګني، جوار، خټکي، هندواڼې، حبوبات او نور صنعتي نباتات کرل کیږي.

    په دې وروستیو کې د افغان حکومت د خود کفایۍ په موخه زراعتي برخو ته پاملرنه زیاته کړې او نږدې هر ولایت کې یې شاړې ځمکې ابادې کړې او کښت ته اماده شوې دي.

    د دې ترڅنګ یې خصوصي پانګوالو ته هم د باغدارۍ او زمیندارۍ په موخه ځمکې په قرارداد ورکړي، څو هغه شاړې ځمکې، چې تر دې مهاله ترې ګټه نه ده پورته شوې، هغه ابادې او د کښت لپاره اماده شي.

    يو شمېر هېوادوال د دغو اقداماتو هرکلی کوي او وایي، چې دا یو ښه لاسته راوړنه ده، دوی وایي چې د دې سره شاړې ځمکې اباديږي د کار و بار زمینه برابریږي او ترڅنګ یې قرار قرار د نورو هېوادونو له احتیاجه خلاصېږو.

    مخکینۍ مقالهد حضرت عبدالله بن مسعود رضي الله عنه د جگړه‌ییزو گډو زده‌کړو له قومندانۍ څخه ۹۸۵ تنه سرتېري فارغ شول
    راتلونکي مقاله د قوش تيپې کانال پر مسير ۵۸ لرغونې سیمې تثبیت شوي دي

    مربوطه لیکنې

    سبا ورځ خوست کې په يوه قاتل د قصاص حکم پلی کېږي

    1 دسمبر 2025

    ایران کې د افغان کډوالو د هویت د تثبیت مرکزونه پرانیستل شول

    1 دسمبر 2025

    واک ته د افغان حکومت په رسېدو سره خوست کې ۱۷۰ شاوخوا مرګونې شخړې حل شوي

    30 نوومبر 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    لیکني 2 دسمبر 2025

    له ایران څخه د مقاومت ډلو او احزابو د تېښتې لاملونه څه دي؟

    له ایران څخه د مقاومت ډلو او احزابو د تېښتې لاملونه څه دي؟

    2 دسمبر 2025

    اسلام‌اباد کې د دوو میاشتو په مخه د خلکو پر راټولېدنو بندیز ولګېد

    1 دسمبر 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    له ایران څخه د مقاومت ډلو او احزابو د تېښتې لاملونه څه دي؟

    2 دسمبر 2025

    له ایران څخه د مقاومت ډلو او احزابو د تېښتې لاملونه څه دي؟

    2 دسمبر 2025

    اسلام‌اباد کې د دوو میاشتو په مخه د خلکو پر راټولېدنو بندیز ولګېد

    1 دسمبر 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،088 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،031 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،082 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.