د ننګرهار ولایت په چپرهار ولسوالۍ کې تېره ورځ ۱۹۷۲ بې وزله او غریبو کورنیو سره د خوړو نړیوال سازمان ( WFP ) له لوري د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د مرستو د وېش پر مهال د یادې ولسوالۍ مسولینو وویل: “هرې کورنۍ سره ۵۰ کیلو ګرامه اوړه، پنځه کیلو ګرامه غوړي، شپږ کیلو ګرامه دال، مالګه او د ماشومانو د خوار ځواکۍ مخنیوي موادو مرسته وشوه.”
دغه مواد د شپږو میاشتو لپاره یاد شمېر کورنیو ته ورکول کېږي، چې دا یې دویم ځل وېش دی.
بل لور ته مرسته اخیستونکو د یادو مرستو څخه مننه وکړه او وې وویل، چې د دوی اقتصادي حالت خراب دی او په ډېر ښه وخت کې یې لاسنیوی وشو