د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر خبر ورکړی چې، د یاد ولایت په مومندرې ولسوالۍ کې د دوو قومونو ترمنځ د ځمکې په سر ۲۵ کلنه دښمني د سیمهییزو چارواکو او قومي مخورو په منځګړیتوب په دوستۍ بدله شوې.
دواړو خواوو د یادې دښمنۍ د پای ته رسولو په برخه کې د سیمهییزو چاواکو له هڅو مننه کړې او ویلي یې دي چې تر دې وروسته به د سولې په فضا کې سره ژوند کوي.