د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ وياند عبدالبصير زابلی وايي د ننګرهار ولايت دره نور ولسوالۍ د شیمل قریې د کنډک په کلي کې، د نورستان ولایت د امنیه قوماندان په رینجر موټر د يوه پخواني ماین چاودنه کې لسو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
ښاغلی زابلی زياتوي پېښه د پخواني پاتې شوي ماين د چاودنې په پايله کې رامنځته شوې چې پکې د نورستان د امنيه قومندان د دوه کوچنيو زامنو په ګډون شپږ د مدرسې ماشومان زده کوونکي شهيدان، او د استادانو په ګډون یې څلور نور زخميان شوي دي.
همدارنګه هندوکش غږ ته امنيتي سرچينو وېلي په پېښه کې د نورستان امنيه قوماندان مفتي محمد يوسف جمالزي د شهادت خبر کاملاً دروغ دی او نوموړی شهيد نه بلکې برسېرن ټپي شوی.