
د ننګرهار مرستیال والي مولوي غلام الرحمن حیدري په لاس دې ولایت کې د کرنې ریاست له لوري د «یو نیالګی د ځان او یو د افغانستان لپاره» تر سرلیک لاندې د نیالګیو کېنولو پسرلنی ملي کمپاین پیل شو.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وایي، د دې کمپاین په ترڅ کې به ۴.۷ میلیونه مېوه لرونکي، بې مېوې او زینتي نیالګي د ننګرهار په بېلا بېلو سیمو کې کېنول شي.

