ننګرهار کې د کورنیو تولیداتو د بازار موندنې په موخه درې ورځنی نړۍ وال نندارتون پرانیستل شو.
د ننګرهار د صنعت او سوداګرۍ ریاست مسوولینو د معلوماتو له مخې، په دغه نندارتون کې په ١٣٢ غرفو کې کورني تولیدات نندارې ته اېښودل شوي، چې ٣٢ یې د هېواد د نورو ولایتونو اړوند دي.
د اقتصاد پوهانو په وينا د پانګهوالو او صنعتګرو د کورنیو تولیداتو د ودې لپاره دا ډول نندارتونونه مهم دي او د لا دوام لپاره یې بايد اړونده ادارې لاس په کار شي.
د يادولو وړ ده چې تر دې وړاندې هم د مرکز کابل په ګډون په ځينو ولايتونو کې د کورنيو توليداتو د بازار موندنې په موخه لوی نندارتونونه جوړ شوي وو چې توليداتو ته په بازار موندنې کې خورا موثر تمام شوي.