د عامې روغتيا وزارت وياند ډاکټر شرافت زمان امرخېل وايي چې ياد لابراتوار چې د ٢١ میلیونه افغانیو په ارزښت په درې نیم جریبه ځمکه کې جوړېږي یو پرمختللی ریفرنس لابراتوار دی چې د توبرکلوز د عادي او مقاومو، اچ ايي وي، ایډز، ملاریا، د واکسین په واسطه وقایه کیدونکو ناروغیو، هیپاتیت بي، سي او نورو ناروغیو لپاره پرمخ تللي اړین معاینات ترسره کوي.
ښاغلی امرخېل همدا راز زياتوي چې ياد لابراتوار به د ناروغیو سرویلانس او مکروبي مقاومت او همدرانګه د مختلفو اوټبریکونو/متوقع پانډیمي لپاره د ځواب ویلو ظرفیت هم ولري.
د روغتيا وزارت د وياند په خبره په ټوله کې په دې مرکز کې د پي سي آر، سیرولوژي، مایکروبیولوژي (باکتریالوژی کلچر)، هیمتولوژي، بیوشیمي او نور د عامې روغتیا اړوند عمومي معاینات په پرمخ تللي شکل ترسره کیږي چې په راتلونکي کې به د اړتیا سره سم د نورو اړینو ظرفیتونو ایجاد هم ترسره شي.
ښاغلی شرافت زمان زياتوي چې دا لابراتوار د هیواد په کچه شپږم لوی لابراتوار دی چې جوړیږي، چې په جوړېدو سره به د ياد زون ډیرې ستونزې حل شي.