Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»ننگرهار: په تېر یو کال کې د ۲,۴۷۱ روږدو درملنه شوې.
    افغانستان

    ننگرهار: په تېر یو کال کې د ۲,۴۷۱ روږدو درملنه شوې.

    عمران آغاعمران آغا8 جولای 2024څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د ننگرهار د عامې روغتیا رئیس امین الله شریف وايي، په تېرو ۱۲ میاشتو کې په دغه ولایت کې د ۲،۴۷۱ روږدو درملنه شوې، چې ۱۷۰ ښځې او ۴۰ ځوانې نجونې پکې شاملې وې.

    نوموړي د یوې خبري غونډې پر مهال د ننگرهار د روغتیايي سیستم په اړه رسنیو ته د معلومات ورکولو پر مهال ویلي، چې ۸ نیم مېلیونه ناروغانو ته سرپايي درملنه (OPD) وړاندې شوې، ۲۳۴,۰۰۰ ناروغان بستر شوي او ټول روغتیایي خدمات ورته وړاندې شوي دي. :«د ۴۳,۴۸۵ شدیدو او ۱۹۳,۰۰۰ منځنیو خوارځواک ماشومانو درملنه شوې ده. په همدې موده کې ۱۰۴,۰۰۰ ولادتونه شوي، ۲۷,۰۰۰ لوی عملیاتونه او ۱۸,۳۰۰ واړه عملیاتونه بریالي شوي دي، چې ۱۲۲ عاجلو پېښو ته پر وخت ځواب ویل شوی او روغتیايي ډلې سیمې ته رسېدلي دي.»

    ښاغلي شریف د خپلو د تر سره کړو کړنو په اړه وویل، د حوزوي روغتون د ICU بسترونو شمېر ۲۰ ته لوړ شوی او په تېرو ۱۲ میاشتو کې د ۱۱ روغتیایي مرکزونو د بنسټ ډبره اېښودل شوې او عملي کار پرې روان دی. په هسکه‌مېنه کې د جگړو له امله وران شوي پاپین روغتیایي مرکز بیا رغنیزې چارې پیل شوې. په ۸ روغتیایي مرکزونو کې د اوبو رسولو سیستم او پاک تشنابونه جوړ شوي دي. روغتونونو ته د ۲۷۵,۰۰۰ امریکایي ډالرو په ارزښت مجهز وسایل ورکړل شوي دي.: «په تېرو ۱۲ میاشتو کې ۵,۹۲۰ د توبرکلوز ناروغان تشخیص او درملنه یې شوې. په خوږیاڼيو او پچیر اگام ولسوالیو کې ۲ د جن اکسپرت ماشینونه نصب شوي. په تېر یو کال کې ۸,۶۰۰ د کالدانې او ۷۵,۷۰۰ د ملاریا ناروغانو درملنه شوې.»

    نوموړي همدا راز ویلي، په تېرو ۱۲ میاشتو کې ۳۰۲ نارینه او ښځینه د روغتیایي علومو انستېتیوت څخه فارغ شوي او د عملي زده کړو لپاره د یو مېلیون افغانیو په ارزښت سکیل لیب جوړ شوی دی.:«په تېرو ۱۲ میاشتو کې د عامې روغتیا ریاست عواید ۶ مېلیونه افغانۍ ته رسېدلي دي، چې د عوایدو سرچینې یې په دولتي روغتونونو کې د محصلینو ستاژ، عملي زده کړې او د وینې بانک معاینات دي. د ننگرهار سیمه‌ییز تخصصي روغتون په ۱۲ څانگو کې ۱۳۰ تنه ټریني ډاکتران تخصص کوي او په څلورو رشتو (عمومي داخله، عمومي جراحي، ماشومانو او رواني روغتیا) کې ۱۷ تنه ټریني ډاکتران نوي جذب شوي دي.»

    د شریف په خبره، سږ کال د مختلفو څانگو څخه ۴۲ تنه ټریني ډاکتران فارغ شوي، چې روغتونونه، د ډاکټرانو شخصي کتنځایونه، لابراتوارونه، اېکسري او الټراساونډ مرکزونه او سرپايي کلینیکونه ارزول شوي او یو شمېر یې د اسنادو نیمگړتیاوو او سرغړونو له امله مهرلاک شوي دي.

    نوموړي له عامې روغتیا وزارت څخه وغوښتل چې په دغه ولایت کې د روغتیايي چوپړتیاوو د ښه والي لپاره باید د ختیځ میډیکل کمپلېکس، انتاني روغتون او د نجونو د طبي زده‌کړو انستېتوت لپاره دې ورته ودانۍ جوړې کړي.

    مخکینۍ مقالهپکتیکا کې د یو چیکډیم کارونه بشپړ او گټه‌اخیستنې ته وسپارل شو
    راتلونکي مقاله په کابل کې د جاپان سفیر: له نشه‌يي توکو سره د اسلامي امارت مبارزه پرېکنده ده

    مربوطه لیکنې

    پاکستاني رژيم ته د ملي دفاع وزارت خبرداری؛ د مناسب او حساب شوي ځواب په تمه شئ

    22 فبروري 2026

    ننګرهار کې له ۶۰ کلن سپين ږيري سره د يوې اته کلنې انجلۍ د نکاح مخه نيول شوې

    18 فبروري 2026

    امنيتي ځواکونو د نشه يي توکو د قاچاق او پلور په تړاو ۴۴ تنه نيولي

    12 فبروري 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیاسي لیکني 22 فبروري 2026

    مبهم دریځونه او ښکاره تړاوونه؛ سیاسي ډلې د ازموینې په ډګر کې

    پاکستان په دې وروستیو کې له سختې امنیتي، اقتصادي او سیاسي بې ثباتۍ سره مخ…

    پخوانی پاکستانی پوځي افسر، عادل راجا: پاکستاني رژیم افغانستان ته د استول شویو وسلو پر نیول کېدو، د شرم پر ځای پر معصومو افغانانو هوایي بریدونه وکړل

    22 فبروري 2026

    پاکستاني رژيم ته د ملي دفاع وزارت خبرداری؛ د مناسب او حساب شوي ځواب په تمه شئ

    22 فبروري 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    مبهم دریځونه او ښکاره تړاوونه؛ سیاسي ډلې د ازموینې په ډګر کې

    22 فبروري 2026

    پخوانی پاکستانی پوځي افسر، عادل راجا: پاکستاني رژیم افغانستان ته د استول شویو وسلو پر نیول کېدو، د شرم پر ځای پر معصومو افغانانو هوایي بریدونه وکړل

    22 فبروري 2026

    پاکستاني رژيم ته د ملي دفاع وزارت خبرداری؛ د مناسب او حساب شوي ځواب په تمه شئ

    22 فبروري 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،108 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،061 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،121 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.