د ننگرهار د کرنې، اوبو لگولو او مالدارۍ ریاست وايي، په دغه ولایت کې د سټروسو بڼونو د ودې او پراختیا په پار غواړي د سټروسو ۱۵زره نیالگيو د پیوند چارې یې پیل کړې دي.
د ننگرهار د کرنې ریاست د طبیعي زېرمو امر عبدالرحمن اتل وايي، په نوي فارم او غلام حیدرخان د نیالگیو روزنځایونو کې د لیمو، مالټې او نورو نیالگیو د پیوند لگولو چارې په نږدې ورځو کې پای ته رسېږي او ۱۵ زره نیالگیو کې به پیوندونه ولگول شي.
د اتل په خبره، د نیالگیو روزنځایو ستونزو حل او روزنځایونو دپیاوړتیا لپاره یې یادې سیمې له نږدې لیدلې او دتخنیکي او فني کارکوونکو د ستونزو د حل او روزنځایو د پیاوړتیا لپاره یې مسوولینو ته لازمې سپارښتنې کړې دي.: «د ننگرهار د کرنې ریاست د نیالگیو درې لوی روزنځایونه لري، چې له دغو روزنځایونو څخه هر کال زرگونه اصله مېوه لرونکي، بېمېوې او زینتي نیالگي درنو هېوادوالو ته د کرنې وزارت د کړنلارې مطابق د سیمې ښکلا، اقلیم بدلون او حاصل تر لاسه کولو په موخه وېشل کېږي.»
ننگرهار توده هوا لري، چې سټروس(مالټې، نارنج، لیمو) او د دې کورنۍ نورې مېوې پکې ښه وده کوي. په ننگرهار کې د سټروسو سربېره اوسمهال د خورماوو بڼونه هم جوړ شوي دي، چې هر کال ترې ټنونه خورما راټولېږي.