د ننگرهار د کلیو پراختیا او بیارغونې رئیس وايي، د دغه ریاست په هڅو او د اروپايي ټولنې ECHO ادارې په مالي لگښت او د ډاکار موسسې په تخنيکي همکارۍ د شېرزادو ولسوالۍ کديخېلو سيمه کې د پاکو اوبو يوه شبکه جوړه او گټې اخيستنې ته وسپارل شوه.
د ننگرهار د کلیو پراختیا او بیارغونې رئیس قسمت الله مبارز وايي، د اوبو دغه شبکه د ۲۰ متره مکعب په ظرفيت ذخیره، ۱۰۹ شيردهنونه او ۱۵۰ مترو په ژوروالي څاه لري، چې د لمريزې برېښنا پرمټ په پينځه کيلومتره او ۱۰۷ متره په فاصله کې د پايپ سکيم پرمټ ۲۴۹ کورنيو ته اوبه رسوي.
په دې پروژه کې ۴۰ تشنابونه او ۶۰ د اوبو فلترونه هم جوړ شوي همدا راز ۲۰۰ څا گانې پاکې او ۱۷ څاهگانې ترميم شوي او ۷۰۰ روغتيايي کېټونه خلکو ته وېشل شوي دي.
د مبارز په خبره، ځايي خلکو له دې وړاندې پاکو او روغتیايي اوبو ته لاس رسی نه درلود، خو له دې وروسته به د سیمې خلکو ته د پاکې او صحي اوبه رسېږي.
د کلیو پراختیا او بیارغونې وزارت د معلوماتو له مخې، په روان کال کې تر دې مهاله د هېواد په گوټ ـ گوټ کې لسګونه د اوبو شبکې جوړې شوې او په لسگونه نورو کار روان دی، چې په نږدې راتلونکې کې به بشپړې شي.