د ننگرهار امنیه قومندانۍ مسوولین وايي، د جلالاباد ښار اړوند په درېیمه امنیتي حوزه کې یې ۳ غلهٔ نیولي دي.
له امنیې قومندانۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د دویمې امنیتي حوزې منسوبینو هغه درې غلهٔ نیولي، چې د درېیمې حوزې اړوند سیمه کې په یوه ریکشه کې سپاره وو او د ریکشې لپاره یې جعلي نمبر پېلټ جوړ کړی و.:«یادو غلو یو کس په چاړه وهلی و او له یاد کس څخه یې درې سېټه موبایلونه او ۲۰ زره افغانۍ غلا کړې وې، چې د امنیتي ځواکونو له لوري ونیول شول.»
په دې وروستیو کې د جلالاباد ښار اوسېدونکي شکایت کوي، چې د شپې پر مهال د ښار په بېلابېلو سیمو کې غلهٔ ډېر شوي، چې له خلکو پیسې، موبایلونه او نور قیمتي توکي اخلي او که څوک ورسره مقاومت کوي، نو د غلو له لوري په چړو وهل کېږي او مرگوني ټپیان کوي یې.
د ننگرهار امنیتي مسوولین وايي، د شپې له لوري د پولیسو گزمې ډېرې شوې او هڅه کوي چې د جلالاباد ښاریانو ته ډاډمنه امنیتي فضا برابره کړي او غلهٔ د قانون منگولو ته وسپاري.