د ننگرهار امنیه قومندانۍ مسوولین وايي، د جلالاباد ښار سربېره یې په یو شمېر سیمو کې گڼ شمېر نشهيي توکي نیولي دي.
د امنیه قومندانۍ د مسوولینو په خبره، د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو د عملیاتو په پایله کې ۳۷۴ کیلو گرامه بېلابېل ډوله نشهيي توکي نیولي دي.: «په نیول شوو نشهيي توکو کې ۲۶۰ کيلو شيشه، ۸۵ کيلو گرامه چرس، ۲۵ کيلو تارياک، ۶۰۰۰ ټابلېټکا او ۷۰۰ زيکب گولۍ شاملې دي.»
د یادو نشهيي توکو په تړاو ځینې کسان هم نیول شوي، چې تر لومړنیو څېړنو وروسته به عدلي ـ قضايي ارگانونو ته وسپارل شي.
د یو بل خبر له مخې، د ننگرهار په دور بابا او سپینغر ولسوالیو کې د ۸۴ کیلوگرامه چرسو د قاچاق مخه نیول شوې ده او په تړاو یې دوه تنه هم نیول شوي دي.
نن د کورنیو چارو وزارت هم ویلي وو، چې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د نشهيي توکو د لېږد، پلور او استعمال په تړاو یې گڼ شمېر کسان نیولي دي.