د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت وايي، نن او سبا ته په ننگرهار، لغمان، کاپیسا، پروان، پنجشېر، بغلان، بدخشان، کابل، میدان وردگ، بامیان، دایکندي، روزگان، زابل، غزني، پکتیکا، خوست، پکتیا او لوگر ولایتونو کې د سالنگونو په گډون باران، واورې، چټک باد، تالنده برېښنا او سېلابونو اټکل شوی دی.
له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، په بېلابېلو سیمو کې به د باران کچه له ۱۵ څخه تر ۳۰ ملي مترو پورې او د واورې کچه هم له ۱۵ څخه تر ۳۰ ملي مترو پورې اټکل شوې ده.
له تېرې یوې اوونۍ راهیسې د هېواد په گڼو سیمو سخت ورښتونه شوي دي، چې له امله یې په ځینو سیمو کې سېلابونه راوتلي دي او خلکو ته یې گڼ ځاني او مالي زیانونه هم اړولي دي.
د هوا پېژندنې نړیوالو بنسټونه تر راتلونکې اوونۍ پورې په افغانستان کې د سختو ورښتونو اټکل کړی دی.