د هوا پېژندنې ادارې د روانې غبرگولي میاشتې له ۱۵مې نه تر ۱۶مې پورې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختو ورښتونو، تالنده برېښنا، چټکو بادونو، خاورو، دوړو او سېلابونو اټکل کړی دی.
له یادې ادارې څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، په بدخشان، تخار، بغلان، نورستان، کونړ، لغمان، کاپیسا، کابل، میدان ودرگ، لوگر، ننگرهار، پکتیا او خوست ولایتونو کې د سالنگونو په گډون چې د ورښت کچه په بېلابېلو سیمو کې له ۱۵څخه تر ۴۵ ملي مترو پورې اټکل کېږي.
همدارنگه په لوېدیځو، سوېلي، ختیځو او مرکزي ولایتونو کې د سالنگونو په گډون نسبتاً چټکو بادونو د پېښېدو اټکل شته، چې د سرعت کچه یې په بېلابېلو سیمو کې له ۵۰ څخه تر ۸۰ کیلومتره په ساعت کې اټکل کېږي.
د اوبو او انرژۍ وزارت هم ویلي، چې نن او سبا ته د هېواد د سیندیزو حوزو په ځینو ځایونو کې د اوبو د کچې د لوړوالي له امله د سېلابونو د راوتلو اټکل کېږي.: «د هایدرومټیورولوژیکي سټېشنونو د بارانونو تحلیل او تجزیې، د اقلیمي بدلون منفي اغېزو، د هېواد د هوا پېژندنې ادارې او د نړیوالي هوا پېژندنې ارگانونو د وړاندوینو له مخې د هېواد په ځينو برخو کې د نسبتاً سختو ورښتونو له امله د سېلابونو راوتلو اټکل کړی چې د دغه ناڅاپي ورښتونو او سېلابونو راوتلو ډېر اټکل د (پنج آمو او کابل) سينديزو حوزو کې شوی دی.»
په خبرپاڼه کې ویل شوي، په ذکر شوو نېټو د سېلابونو د راوتلو احتمال د بارانونو او واورې د ویلې کېدو او د اوبو د کچې لوړوالي په ځانگړې د بدخشان، تخار، بغلان، پنجشېر، غوربند، کونړ، لغمان، خوست او پکتیا سیندونو کې د سېلابونو اټکل کېږي.