ټاکل شوې نن شنبه، د حماس اسلامي غورځنګ او صهیونیستي رژیم ترمنځ د شوي اوربند پر بنسټ، د درې صهیونیستي بندیانو په بدل کې ۳۶۹ فلسطینیان د یاد رژیم له زندانونو خوشې شي.
حماس تر دې وړاندې خبرداری ورکړی وو، چې له اوربند د صهیونیستي رژیم د سرغړونې له امله د بندیانو د خوشې کولو راتلونکی پړاو ځنډوي. دوی ویلي چې، صهیونیستي رژیم غزې ته د بشري مرستو د لېږد مخه نیولې او تاوتریخوالي ته یې دوام ورکړی دی.