د افغانستان اسلامي امارت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د نورستان ولایت د ځایي مسئولینو، دیني علماوو او قومي مشرانو په منځګړیتوب د یاد ولایت د کامدېش ولسوالۍ په ګور دېش سيمه کې د دوو کورنيو ترمنځ د ۲۶ کلونو اوږده دښمني په دوستي بدله شوې.
د یاد وزارت په وینا په دغه دښمنۍ کې له دواړو لوريو دوه تنه وژل شوي او د يوې ښځې په ګډون څلور تنه ټپيان شوي وو.