Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»نوی پړاو
    لیکني

    نوی پړاو

    صابر افغانصابر افغان5 جون 2024څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    لیڪوال: اېمل پښتون

    د قزاقستان ولسمشر قاسم جومارت توقایف اعلان کړی، چې هېواد یې اسلامي امارت د ممنوعه ډلو له نوملړ څخه لرې کړ.

    نوموړي ویلي: چې دغه پرېکړه یې له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د همکاریو د پراختیا اهمیت ته په پام او د اوږد مهاله حکومت په توګه د اسلامي امارت درک ته په کتو کړې ده.

    له هغه مخکې د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي وو: طالبان د ترهګرو سازمانونو له نوملړ څخه باسو. سرګي لاوروف رسنیو سره په خبرو کې ویلي؛ دا ګام د افغانستان عیني واقعیتونو د رسمیت پېژندنې په مانا دی.

    دی وایي: چې طالبان یو رښتینی ځواک دی.همهاله اندونیزیايي پلاوي د ملي دفاع له سرپرست وزير سره په لیدنه کې وویل: “هغه څه چې موږ په رسنیو کې اوریدلي، تبليغات وو” اندونیزیا هېواد چمتو دی، چې له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې همکاري او پانګونه وکړي.

    چین پرته له دې چې د غرب له خوا وضع شوو بندیزونو ته فکر وکړي، په خلاص مټ د افغانستان له اسلامي امارت سره هر نوع تعاملات کوي او بیلابېلو شرکتونو یې په زغرده سره، پانګونو او همکاریو ته ټټر وهلی دی.

    دا نظم مخ په بدلون دی، امریکا په افغانستان/عراق او صهیونستي پروژې یې په منځني ختیځ کې خپل پرستیژ بایللی. اوکراین او تایوان د امریکا د نړیوالې برلاسۍ آخرنۍ سلګۍ دي.

    نړۍ د نړیوال مشرتابه له کړکیچ څخه تېرېږي، متحده ایالات د خپلو متحدینو په وړاندې د خپل څرګند تعصب له امله، د ډېرو هیوادونو سره خپل توازن او خپل قناعت له لاسه ورکړی او په دې توګه نړیوال وضعیت د پخوا په پرتله د نوي مشرتابه منلو ته چمتو شوی دی. څوک چې په افغانستان، بیا عراق، اوس اوکراین او بیا غزه وګوري، پوهېږي چې دا ټول بحرانونه او شخړې د امریکا د دوه ګوني معیارونو پایله ده، امریکا په نړیوال نظام کې د ګډوډۍ سرچینه ده.

    مګر دا پدې معنی نه ده، چې چین یا روس به د امریکایانو لپاره مناسب بدیل وي! دا دواړه وحشي سیسټمونه دي … مګر دوی د نېش په اوږدوالي او د غاښونو په شمېر کې توپیر لري!اوس چې د افغانستان اسلامي امارت د اړیکو نوي پړاو ته داخلېږي، رسمي تعملات صورت نیسي، باید خپل اقتصاد محوره سیاست رامخته او ټول کېدونکي تعاملات په خپله ګټه راوڅرخوي.

    امارت اوس د قزاقزستان لپاره ممنوعه ډله نه بلکې اقتصادي او د سیمه ییز اتصال برخه کې باوري ملګری/شریک دی.

    دا لړۍ اوس له ګاونډه د سیمې معتبرو ګاونډیو ته پرغځېدو ده. امارت هڅه کوي د کابل د ګټو په رڼا کې ګاونډ، سیمه او نړۍ رانږدې کړي.

    کوم چې پخوا پکې ګټې صرف د جنګ له ادرسه پلټل کېدې.د نویو تعاملات لوبغاړی (روس) دی، روس به هم په نږدې راتلونکي کې د افغانستان اسلامي امارت د ممنوعه ډلو له لېست څخه وباسي.

    د نړۍ دا دری کلنه چوپتیا ګویا د کوم نوي بدیل لپاره وه، خو د نظام قوي مدېریت، د مملکت بشپړ امنیت، د ټولو مخالیفینو له یو مخې ځپل او د افغانانو په یو ټغر راټولېدل هغه څه وو، چې نړۍ یې رسمي تعاملاتو ته را وکاږله.

    شرق او غرب او په نړیوال توازن کې ځای پر ځای شوي هېوادونه، له افغانستان سره پرته له تعامل بله لاره نه لري.

    مخکینۍ مقالهد هوا پیژندنې ادارې سبا په ۱۷ ولایتونو کې د بارانونو، سیلابونو او بادونو اټکل کړی دی
    راتلونکي مقاله د اسلامي امارت راتګ، د لنډغریزم خاتمه

    مربوطه لیکنې

    د مخالفو ډلو په پاشلتیا کې د بهرنیو هېوادونو رول

    22 جون 2025

    جنګونه او درسونه؛ اُمت باید څه ترې زده کړي؟

    17 جون 2025

    افغانستان ته د وروستیو جګړو پیغام او چالشونه

    17 جون 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    نړۍ 22 جون 2025

    رضا پهلوي د امريکا د کانګرس غړو سره د ايران نظام د بدلون په موخه ليدنې پيل کړي

    عربي رسنیو د فاکس نیوز په حواله راپور ورکړی، چې د ایران وروستي پاچا زوی…

    د يمن حوثي ځواکونو ته حماس غورځنګ پيغام؛ د فلسطين او يمن دښمن يو او جګړه یې ګډه ده

    22 جون 2025

    د سوریې استخباراتو د نشه يي توکو مهم قاچاقبر او د بشارالاسد د تره زوی وسيم‌الاسد نيولی

    22 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    رضا پهلوي د امريکا د کانګرس غړو سره د ايران نظام د بدلون په موخه ليدنې پيل کړي

    22 جون 2025

    د يمن حوثي ځواکونو ته حماس غورځنګ پيغام؛ د فلسطين او يمن دښمن يو او جګړه یې ګډه ده

    22 جون 2025

    د سوریې استخباراتو د نشه يي توکو مهم قاچاقبر او د بشارالاسد د تره زوی وسيم‌الاسد نيولی

    22 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،965 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،899 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،894 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.