د نیمروز ولایتي مسوولین وایي، چې د دغه ولایت د روږدو د درملنې په مرکز کې د څه باندې دوو زرو روږدو کسانو درملنه شوې چې له ډلې یې ډیری روږدي کسان ، ایران کې د کډوالۍ پرمهال پر نشه یي توکو معتاد شوي وو.
د نیمروز د امنیې قومندانۍ د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیريت وايي، په تېر یوه کال کې د دغه ولایت د روږدو زر بستریز روغتون کې تر دوه زره زیاتو روږدو درملنه شوې ده.
د نیمروز د ولایتي مسوولینو د معلوماتو پر بنسټ یو کال وړاندې دغه ولایت کې ۱۵ زره روږدي موجود وو، چې ډیری هغه یې تر درملنې وروسته عادي ژوند ته ورګرځېدلي دي.
په ورته وخت کې نږدې هره ورځ د کورنيو چارو وزارت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې معينيت اړوند د ولايتونو مديريتونه په لسګونو روږدي کسان صحي کمپونو ته تر پېژندنې وروسته تداوي کوي او کورنيو ته یې سپاري.