د کورنيو چارو وزارت وايي، د نیمروز امنیه قومندانۍ منسوبینو د یاد ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د بېلابېلو جنایي جرمونو په تړاو ۲۶ تنه نیولي دي.
په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې ياد کسان له لومړنیو څيړنو وروسته عدلي او قضایي ارګانونو ته سپارل شوي.
د یادونې وړ ده چې تېره ورځ هم د هېواد په نهو ولايتونو کې ۳۰ تنه د بېلا بېلو جرمونو په تړاو نيول شوي وو.