نيويارک ټايمز ورځپاڼې په يوه تحليلي راپور کې د هند او پاکستان ترمنځ د هند تر کنټرول لاندې کشمير کې په سیلانیانو له بريد راوروسته پراخ کړکېچ او د دواړو هېوادونو ترمنځ يو په بل بنديزونو ته کتنه کړې ده.
دغې مشهورې امریکايي ورځپاڼې زياته کړې چې، امکان شته هند له بنديزونو او سياسي فشارونو ور هاخوا پر پاکستان بريد هم وکړي.
سرچينې همدا راز په خپل راپور کې د يوه لوړ پوړي پاکستاني چارواکي له قوله ليکلي، چې پاکستان به د هند هر ډول بريد او بنديز ته برعکس ځواب ورکړي.
ياده دې وي، چې د هند تر کنټرول لاندې کشمير کې پر سیلانیانو تر بريد راوروسته هند پاکستان سره د اوبو د مهم تړون د ځنډولو سربېره هر ډول سياسي اړيکې پرې کړې او دغه راز پاکستان هم بيا نن د يوې امنيتي غونډې په ترڅ کې له هند سره هر ډول تجارتي اړيکې پرې کړې او هغو الوتکو ته د اجازې نه ورکولو پرېکړه یې هم کړې چې د هند له فضا څخه ګټه پورته کوي.