رویټرز خبري اژانس د نړیوالو الوتنو د یوۀ تحلیل پر اساس ویلي، چې پۀ منځني ختیځ کې د کړکېچ پهٔ زیاتېدو سره یو شمېر نړیوالو هوایي شرکتونو لۀ منځني ختیځ څخه د خپلو الوتنو لوری بدل کړی او د افغانستان له فضا یې الوتنې پیل کړي.
د رويټرز راپور کې راغلي چې دغه شرکتونه اوسمهال د افغانستان فضا د یوې خوندي هوایي لارې پهٔ توګه د خپلو الوتنو لپاره کاروي.
راپور همدارنګه ليکي هغه هوایي شرکتونه، چې د افغانستان لۀ فضا د خپلو الوتنو لپاره کار اخلي پکې د نړۍ درې ستر هوایي شرکتونه؛ سینګاپور هوایي شرکت، بریټانیا هوایي شرکت او لوفتانسا شامل دي.