Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»نړيوال ولې د شر او فساد ډلې(مقاومت جبهې) پټ ملاتړ کوي؟!
    لیکني

    نړيوال ولې د شر او فساد ډلې(مقاومت جبهې) پټ ملاتړ کوي؟!

    صابر افغانصابر افغان13 نوومبر 2024څرگندونې نشته8 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د طالبانو له واک ته رسېدو سره د شر او فساد ډلې بغاوت وکړ؛ خو دغه بغاوت یواځې په نوم پاتې شو؛ دوی بهر ته وتښتېدل او له بهر څخه د بغاوت زمزمې کوي؛ ځکه په ټول افغانستان کې د سر پناه ځای نه لري او نه هم د طالبانو پر وړاندې د جګړې توان لري.

    دا چې په ټول افغانستان کې د طالبانو مخالفین سر نه شي پورته کولای؛ نو ځکه نړيوالو استخباراتي سازمانونو په ډېرو هڅو سره یوه د شر او فساد ډله او بله د داعش په نامه ډله راپورته کړې؛ خو په ډېر لږ وخت کې دغه ډلې له منځه لاړې، یا یې هم مقاومت یواځې تر ټولنیزو رسنیو پورې محدود او دوی په همسايه هېوادونو کې پټ شول.

    خو سربېره پر دې نړيوال هڅه کوي چې دغه ډلې فعاله وساتي؛ ترڅو د طالبانو مخالف او افغانستان کې د ګډوډي لپاره يو څوک ولري چې خپلې ګټې پرې خوندي کړي.

    د طالبانو د واک ته رسېدو سره، که څه هم د شر او فساد ډلې بغاوتونه بې ګټې پاتې شول؛ خو نړيوال جاسوسي سازمانونه لا هم هڅه کوي چې دغه ډله فعاله وساتي؛ ترڅو ترې د خپلو ګټو په دفاع کې کار واخلي.

    ولې ځيني هېوادونه د شر او فساد ډلې سره پټې اړيکې ساتي؛ په افغانستان کې د لاسوهنې او امنيت د خرابولو هڅې ولې کوي؟

    ۱. غربي هېوادونه: کله چې امريکا او ناټو افغانستان کې د شلو کلونو جګړې او ۲.۳۱۳ ټريليونه ډالرو مصرفولو وروسته د طالبانو په وړاندې د يوې شرمنده ماتې سره مخ شول او افغانستان يې طالبانو ته پرېښود؛ نو ورسره يې د شر او فساد ډلې(شمالي ټلوالې) روزنې ته اوږه ورکړه؛ دوی پوهېدل چې له افغانستان څخه د وتلو وروسته به د دوی جاسوسان غیر فعال، یا هم له افغانستان څخه وځي، نو ځکه دوی دوه ډلې د طالبانو د مخالفت لپاره انتخاب کړې، ترڅو وکولای شي په سیمه کې پرې غربي ګټې خوندي او د طالبانو پر وړاندې د فشار راوړلو کار ترې واخلي؛ چې يوه يې د شر و فساد ډله او بله داعش ډله ده.

    په دې ډول د شر او فساد ډله د امريکا جاسوسي ادارې (CIA) له خوا د خپل نفوذ د پراختيا لپاره کارول کېږي؛ ترڅو د سیمې په کچه خپل حضور ته دوام ورکړي او د طالبانو پر وړاندې د فشار یوه وسیله هم شي؛ همدارنګه د ګډوډۍ د بیا رامنځته کولو يوه آله يې ترې جوړه کړې تر څو د افغانستان امن پرې خراب او د یو بل داسي حکومت جوړولو ته زمینه برابره کړي چې د غربي ګټو دفاع او د هغوی پروژې پکښي په آسانۍ سره عملي کېدلای شي. دا د افغان ملت بدبختي ده چې د نړيوالو جګړو او سياسي لوبو قيمت پرې کوي؛ لا هم نړۍ غواړي د افغانانو په وينه تجارت ته دوام ورکړي.

    ۲. پاکستان: په افغانستان کې د هر نوي نظام له راتګ سره پاکستان د هغه نظام مخالفت او پر ضد يې اقدام کړی دی؛ ځکه پاکستان هېڅکله په افغانستان کې امن او سوله نه غواړي، ولې چې دا کار د هغوی د ګټو په ضد تمامېږي؛ لکه د پښتنو، قبايلو د حقوقو د غوښتنو د لړۍ شروع، د ډیورنډ کرښې د مسئلې راپورته کېدلو ویره.

    پاکستان له خپل تاسیس څخه د کرایه شوي پوځ په توګه عمل کړی؛ همېش یې د خپلو ګاونډیو هېوادونو پر ضد ډلې جوړې کړې او بیا یې په سیمه کې امن ګډوډ کړی. کوم چې بدله کې يې پاکستان د غرب، عربستان، یهودو او نورو هېوادونو څخه مالي ملاتړ ترلاسه کړی؛ چې اوس مهال د شر و فساد ډلې او داعش روزل یې ښکاره مثال دی.

    یهود، عربستان او امریکا د داعش مالي مرسته کوي ترڅو په سیمه کې ایران او روسیې ته ستونزې پیدا کړي؛ د دې ډلو د لېږد لپاره دوی د افغانستان جغرافيه کارول غواړي چې د طالبانو په شتون کې امکان نه لري.

    د شر او فساد ډلې پروژه و آی ايس آی ته هم د غرب له طرفه ورکړل شوې چې د طالبانو پر وړاندې یې و روزي؛ پاکستان په دې کې خپلې شخصي ګټې هم لټوي، ځکه چې د افغانستان د امن خرابول او جګړې جوړول د پاکستان يو له اساسي ضرورتونو څخه دی تر څو تجارت يې روان و اوسي.

    د آی ایس آی او پاکستاني پوځ لخوا د شر او فساد ډلې روزلو څخه یو بل هدف هم د اسلامي نظام ختمول دي، ځکه پاکستان د افغانستان ګاونډی مسلمان هېواد دی.

    کله چې په افغانستان کې یو اسلامي نظام وي، نو په پاکستان کې هم ولس د اسلامي او د عدالت نظام غوښتونکي کېږي چې د ټي ټي پي جګړه او د بلوڅو د آزادۍ غوښتونکو پاڅونونه یې ښه مثال دی.

    افغانستان کې اسلامي حکومت يو له هغو مهمو دليلونو څخه دی چې پاکستان او نور همسایه هېوادونه يې نه غواړي چې افغانستان کې دايم پاته شي؛ پاکستان غواړي دغه نظام له منځه یوسي او پر ځای یې یو ډیموکراتیک نظام راوګرځوي؛ همدارنګه پاکستان هڅه کوي چې بیاځلي نړيوالو ته د یرغل بلنه ورکړي، په کوم کې چې به پاکستان ورسره همکاري کوي تر څو له يرغلکرو څخه د پيسو ترلاسه کول يې دوام وکړي، لکه څنګه چې په تېرو وختونو کې یې دوام درلود.

    د پاکستان دغه منافقت نه یوازې افغانانو ته بلکې ټول مسلمان ملت او سیمې ته د یو ستر ګواښ او ډار زنګ دی؛ چې د خپلو شخصي ګټو په خاطر د اسلامي نړۍ امن او ثبات ته هم زیان رسوي.

    ۳. ایران: ایران هم په سیمه کې د خپل نفوذ د زیاتوالي په لټه کې دی او غواړي چې د امریکا، عربستان، یهودو او پاکستان پر خلاف د شر و فساد ډله کې یو اغیزمن نقش ولري، ترڅو په سیمه کې خپلې ګټې خوندي کړي؛ ایران له یوې خوا د عربستان او د یهودو صهیونيستي رژیم سره تاریخي دښمنۍ لري او له بلې خوا پاکستان د یهودو، عربستان او امریکا له لوري د لومړي درجې غلامانو په توګه پېژندل کېږي.

    له همدې امله ایران غواړي چې د شر او فساد ډله کې خپل نفوذ پراخ او دغه ډله د غرب له اغیزې څخه تر ډېره خلاصه کړي؛ په داسې حال کې چې د روسیې، ایران او تاجکستان تر بشپړې کنټرول لاندې د شر او فساد ډلې راوستل یې هدف دی.

    ايران له مذهبي او ژبني تعصب څخه په ګټه اخيستنې غواړي دغه ډله خپل کانټرول کې واخلي؛ که څه هم ایران د طالبانو سره ښې اړيکې لري، خو په ورته وخت کې د دې هېواد جاسوسي ادارې د افغانستان د اسلامي حکومت پر ضد د شر و فساد ډلې سره روابط هم ساتي؛ ایران د خپلو ګټو د خوندي کولو لپاره هرې لاري ته ور ګډېږي چې دغه کړنې به يې د سیمه ییزو او نړیوالو اړیکو لپاره ژورې منفي پايلې ولري.

    ۴. تاجکستان: تاجکستان په دې هڅه کې دی چې د تاجک وګړو د ملاتړ په پلمه په سیمه کې یو مهم رول ولري؛ دغه هېواد له اسلامي نظام څخه ځکه په ویره کې دی چې له یوې خوا یې د تاجکستاني وګړو ممکنه غوښتنه ده چې په خپل هېواد کې یو اسلامي نظام رامنځته کړي. بل دا چې د تعصب او قومپالنې په خاطر هم د شر و فساد ډلې سره اړیکې ساتي.

    تاجکستان هم د CSTO (Collective Security Treaty Organization) غړی دی او د روسیې په لارښوونه هڅه کوي چې د دې ډلې په منځ کې خپل نفوذ خوندي کړي، تر څو په سیمه کې د غربي نفوذ د مخنیوي لپاره خپل کردار ادا کړي؛ دا چې تاجکستان د قومي تعصباتو په اساس د شر او فساد ډلې سره اړیکې ساتي، دا اړيکې به ورته ډېرې خطرناکې تمامې شي.

    په افغانستان کې د اسلامي نظام مخالفت د ډېرو هېوادونو له خوا ځکه کېږي چې د دوی هېوادونه ټول دیموکراتیک سیستمونه لري او د دغو هېوادونو ولسونه له ډېرو ستونزو او تکالیفو سره مخ دي؛ د دغو هېوادونو نظامونه پوهېږي چې د طالبانو اسلامي حکومت ته په کتلو، د دوی ولسونو کې هم د اسلامي حکومت لپاره امېدونه تازه کېږي؛ يو عمده دلیل همدغه دی چې دوی د طالبانو مخالف جهت او د شر و فساد‌ ډلې ملاتړ هېوادونو کې راولي.

    دغه هېوادونه هڅه کوي چې په سیمه کې د بياځلي سړې جګړې مرکز افغانستان وګرځوي؛ په دې توګه به دغه هېوادونه و کولای شي د خپلو اهدافو ترلاسه کولو لپاره د یو بل پر وړاندې سړه جګړه افغانستان کې پر مخ بوځي؛ وژل کېږي به افغانان، ورانېږي به افغانستان، خو ګټې به د دوی خوندي کېږي، پروژې به د دوی عملي کېږي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهملاعبدالغني برادر: د کوچنیو کاروبارونو له څښتنانو څخه ملاتړ او د دوی لاسنیوی د اسلامي امارت هدف دی
    راتلونکي مقاله بلوڅ وسله والو د پاکستاني پوځ په کمپ بريد کې ۱۶ پوځيان وژلي

    مربوطه لیکنې

    د مخالفو ډلو په پاشلتیا کې د بهرنیو هېوادونو رول

    22 جون 2025

    جنګونه او درسونه؛ اُمت باید څه ترې زده کړي؟

    17 جون 2025

    افغانستان ته د وروستیو جګړو پیغام او چالشونه

    17 جون 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    نړۍ 22 جون 2025

    د لیبیا سیاسي فعال او اسلامي تاریخ پوه دوکتور علي‌ الصلابي: د سوریې او د اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزيرانو ليدنه د اسلامي امت د ژور تحول او بيدارۍ نښه ده

    د ليبيا هېواد مشهور سياسي فعال، مفسر او اسلامي تاريخ پوه دکتور علي‌ الصلابي د…

    رضا پهلوي د امريکا د کانګرس غړو سره د ايران نظام د بدلون په موخه ليدنې پيل کړي

    22 جون 2025

    د يمن حوثي ځواکونو ته حماس غورځنګ پيغام؛ د فلسطين او يمن دښمن يو او جګړه یې ګډه ده

    22 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د لیبیا سیاسي فعال او اسلامي تاریخ پوه دوکتور علي‌ الصلابي: د سوریې او د اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزيرانو ليدنه د اسلامي امت د ژور تحول او بيدارۍ نښه ده

    22 جون 2025

    رضا پهلوي د امريکا د کانګرس غړو سره د ايران نظام د بدلون په موخه ليدنې پيل کړي

    22 جون 2025

    د يمن حوثي ځواکونو ته حماس غورځنګ پيغام؛ د فلسطين او يمن دښمن يو او جګړه یې ګډه ده

    22 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،965 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،899 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،894 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.