افغانستان له ډېرې مودې راهیسې د پیاوړو دښمنانو او نړۍوال استکبار په لومو کې له بېلابېلو ستونزو او ازموینو سره مخ و او هر ځل یې بدن په زهرجن تبر ټپي کېده.
خو په دې موده کې هغه زخم چې د خپلو خلکو او بچیانو له لاسه یې وخوړ، تر ټولو دردونکی او خونړی و، هغه چې د دې هېواد د عزت او ویاړ جامې یې څیرې او وشلولې.
دې مخالفینو کلونه، کلونه دوامداره واکمني وکړه، خپل تسلط یې پراخ کړ، د اشغالګرو نفوذ ته یې هر لوری قوي او پراخ کړ، د حق غوښتونکو، حق ویونکو او مبارزینو غږونه یې خپ او په هره طریقه یې هغوی چوپ کول.
خو کله چې دغه مخالفین وتښتېدل، د اشغالګرو خوبونه برباد او د دوی د تلپاتې واکمنۍ خیال هم دړې وړې شو، افغانستان داسې احساس وکړ لکه له اوږده، او ډارونکې خوبه چې راویښ شوی وي، په دې سره یې د یوه نوي سهار رڼا ته سترګې غړولې وې.
خو دا بهرنی روزل شوي کسان او د پردیو دسیسو تطبیقوونکي، لا هم د غفلت په خوب نه دي ویده شوي، تر اوسه هم په دې باور نه دي چې نور باید دا لوبه پای ته ورسېږي، افغانستان دې د ارام ساه اخیستلو ته پرېښودل شي او دې ملت ته دې د یوه روښانه سبا لپاره د فکر وخت ورکړي.
له همدې امله، لا هم په بهرنیو هېوادونو کې غونډې جوړوي، د هرچا دروازې ټکوي او د سوال کاسه یې نیولې چې څوک یې بیا پر سر لاس راتېر او ملاتړ یې وکړي.
هغه هېوادونه او اشخاص چې د جمهوریت په دوره کې یې دوی ته واک، ځواک او مالي ملاتړ ورکاوه، د سرپرست حکومت په راتګ سره یې د دوی له ملاتړ لاس واخیست او مالي مرستې یې پرې بندې کړې.
خو دا مخالفین لا هم نه غواړي او دا واقعیت نه شي منلی چې د دوی د دروغجن واک دوره پای ته رسېدلې او نور د ملاتړ لپاره څوک نه لري.
که څه هم له خپلو پخوانیو حامیانو ناهیلي شوي، خو اوس د نویو بادارانو په لټه کې دي. دا ځل دوی په دوکې، چلونو او ظاهري ښایست نور څوک نه شي غولولی، څوک یې لاس نیولو ته تیار نه دي او نه د چا د ملاتړ نظر راجلبولی شي.
ځکه بهرني دښمنان که څه هم په افغانستان کې په سیاسي بدلون باور لري، خو دوی ته دا معلومه ده چې دا د شطرنج سوځېدلي دانې نور د سیاسي لوبو لپاره کار نه ورکوي او نه حساب پرې کوي، لکه څنګه چې افغان ملت پېژندلي، هغوی یې هم تر دوی لا ښه پېژني، پخواني خیانتونه او توره مخینه یې ښه ورته مالوم دي.
له همدې امله، لکه څنګه چې افغان غیور ملت او نوي افغان حکومت د دوی د ماضي له خیانتونو خبر او هېڅکله یې نه هېروي، بهرنیان هم د دوی پر رسنیزو نمایشونو دوکه نه خوري او د خپل ملاتړ لاره نه ورته پرانیزي.
نو ځکه، دوی غوره ګڼي چې له دې ډلو سره د دوستۍ پړی پرې کړي، له سرپرست حکومت سره خبرو ته کښېني او د خپلو ګټو لپاره مناسبه او بدیله لار ومومي.
او په پای کې، یواځې همدا خاین مخالفین دي چې نه یې سر ته دستار پاتې شو او نه یې په لاس کې واک؛ سرګردانه هرې خوا ته منډې وهي.
البته دا هم شونې ده چې دا ټولې هڅې یوازې دروغ، فریب او د ځان ښودنې لپاره وي، تر څو په رسنیو کې خپل پخوانی تور حیثیت سپین وښيي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.