یو نوی رسېدلی بې تجربې ځوان چې نه یې جګړه لیدلې او نه هم کوم سنګر، یوازې د خپل پلار خونکار ټوپک یې په لاس او پکول په سر د رهبرۍ ادعا کوي. احمد مسعود، هغه څوک دی چې هڅه کوي په زرګونه ځوانان د خپل پلار او د غرب د آرمانونو لپاره د مقاومت تر سیوري لاندې قرباني کړي.
ادعا یې د وطن دوستۍ ده، خو عمل یې بیا دوه ګونی دی. د جمهوریت د سقوط په لومړیو کې، هغه باید د سرپرست حکومت په څنګ کې ولاړ او د هېواد په آبادۍ کې یې خپل ټول توان پکار اچولای وای، خو د خپل پلار په څېر یې د مخالفت لار غوره کړه، جبهه یې جوړه او خلک یې مخالفت او غرونو ته د تګ لپاره وهڅول.
احمد مسعود په تېرو دریو کلونو کې، د افغانستان د سرپرست حکومت د ړنګولو لپاره ډېرې هڅې وکړې، خو دا هڅې د هغه د کمې تجربې له امله بې ګټې او کله نا کله خندونکي هم وې.
تاجکستان ته وتښتېد، هلته یې دفتر پرانیست او له هغه ځایه یې نړۍ ته د دې باور د ورکړې لپاره چې د هغه مقاومت معقول دی، هڅې وکړې، له فرانسې، بریتانیا او حتی امریکا څخه یې د همکارۍ ژمنې ترلاسه کړې، بریتانیا د یو میلیون ډالرو په لګښت د همکارۍ یوه پروژه ورکړه او ډیرې نورې بهرنۍ مرستې یې راجلب کړې.
خو اوس له درې کلونو، ستړیاوو او ناکامو هڅو وروسته، مایوس شوی او تر شا هېڅوک نه وینې. داسې ښکاري چې هغه له ټولې نړۍ څخه ناهیلی دی او هغه هیلې چې په امریکا او غرب پورې ېې تړلې وې، اوس د مایوسۍ کچې ته رسیدلې.
امریکا احمد مسعود ته د ورتګ لپاره ویزه صادر نه کړه، له هغه سره د همکارۍ بودیجه یې لغوه کړه او حتی د هغه د مجازي همکارانو او لابیګرو شبکو، لکه افغانستان انټرنشنال او آمو تلویزیون د همکارۍ بودیجه یې هم لغوه کړه. ټرمپ د افغانستان په اړه د یوې افغان خبریالې د پوښتنې په وړاندې چوپه خوله شو او له ځواب ورکولو څخه یې تېښته وکړه.
دې ټولو پېښو احمد مسعود د خپل مقاومت په تړاو مایوسه کړی دی. اوس هغه د یو داسې چا په څېر دی چې د سرېښو په ډنډ کې بند پاتې وي او له هر ځل خوځښت سره نور هم ډوبېږي. هغه خپله دغه مایوسي په ارادي ډول خپره کړې او د مولانا د یوه شعر په لیکلو سره یې دې ته اشاره کړې ده.
څو ورځې وړاندې د فبرورۍ په شپږمه، احمد مسعود پر خپله ایکس پاڼه د بلخ د مولانا شعر لیکلی چې وایي:
«این جفای خلق با تو در جهان
گر بدانی گنج زر باشد نهان
خلق را با تو از آن بدخو کند تا تو را ناچار رو آن سو کند.»
هغه لیکلي: له ډېرې مودې راهیسې غواړم د خپل زړه خبرې له خپلو خلکو سره شریکې کړم، چې زموږ هیله باید د شرق او غرب یا لیرې او نږدې څخه نه وي، بلکې زموږ سترګې او هیله باید لومړی د الله جل جلاله او بیا د خپل ځان په لوري وي».
مسعود د دې شعر په مصداق، د نړۍ خلک له خپل ځان او خپل خیالي مقاومت سره په جفا کې بولي چې نوموړی یې خپه او مایوس کړی دی. نوموړی خپلو ملګرو ته توصیه کوي چې له ده او مقاومت څخه یې د نړۍوالو د مخ اړولو تر اغېز لاندې رانشي، وایي «پر الله توکل په کولو او یووالي سره، موږ له هر ډول سختي او تیارې څخه تېرېدلی شو».
هو! احمد مسعود اوس په سختۍ او تیاره کې دی، دا د خندا وړ ده چې غواړي په هغه خدای په توکل سره چې د هغه حکم یې تر پښو لاندې کړی، مسلمانانو ته یې شا کړې او دښمن ته یې مخه کړې، د همدې خدای د وحدت رسۍ یې پرې او بندګان یې وژني؛ خپلې مبارزې ته دوام ورکړي!
احمد مسعود او ډلې ته یې تنها د مجازي نړۍ تبلیغات ورپاتې دي، نور یې هیڅ هیله او تمه نشته. دا د هر خاین او هېواد پلورونکي لپاره ټاکل شوی تقدیر دی چې یوه ورځ به یې لاسونه له هر څه رالنډ شي، هغه وخت به نه خپل هېواد ته د راستنېدو سترګې لري او نه هم د هغه بادارانو ملاتړ چې کلونه، کلونه یې د هغوی د موخو او آرمانونو لپاره مبارزه کړې وه.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.