د نیمروز ولایت مسولین وایي، چې تېره ورځ د دغه ولایت په خاشرود ولسوالۍ کې د یوې ترافیکې پېښې له امله ۷ تنه مړه شوي او درې نور ټپيان دي.
د یاد ولایت د ترافیکو ریاست مسولین وايي، چې د پېښې په قربانیانو کې څلور تنه نارینه، دوه ښځې او یو ماشوم شامل دي.
د پېښې اصلي لامل نه دی ښودل شوی، خو نیمروز ښاریان او عیني شاهدان د پیښې لامل د موټر چلوونکو بې غوري او بې باکه تېز تګ بللی دی.
د لویو لارو خرابوالی، د موټر چلوونکو بې باکه ډریوري، قوانینو او خوندیتوب ته نه پام؛ دا ټول هغه څه دي، چې د ترافیکي پیښو لامل ګرځي او ډیر کله خلک په کې خپل ژوند له لاسه ورکوي.