نیویارک ټایمز امریکایي ورځپاڼې د ګرینلنډ د خلکو له قوله په یوه راپور کې لیکلي چې، د ګرینلنډ خلک نه غواړي ګرینلنډ له امریکا سره یوځای شي، دوی وايي په ګرینلنډ کې ښوونځي او صحي بیمه وړیا ده؛ خو امریکایان هر څه په پيسو اخلي، هغوی د امریکا نظام غیر عادلانه بللی.
ګرینلنډ دا مهال د ډنمارک تر واک لاندې یو خپلواکه سیمه ده، چې په بهرنیو اړیکو، امنیت او مالي چارو کې ډنمارک پرې واک لري.
ټرمپ په خپله تېره دوره کې هم د یادې سیمې د (لاندې کولو/پېرلو) هڅه وکړه خو بریالی نه شو، ټرمپ په دې ورړستیو کې یوځل داسې څرګندونې کړي چې غواړي یاده سیمه د امریکا برخه وګرځوي.
یاده دې وي چې، ګرینلنډ د خپل جغرافیوي موقعیت له امله نړیوال اهمیت لري.