د نیکاراګوا هېواد رسنیو خبر ورکړی، چې دغه هېواد “مایکل کامبپیل” د افغانستان لپاره خپل سفیر ټاکلی دی.
رسنیو ویلي، چې د نیکاراګوا د ولسمشر مرستیالې هم د افغانستان لپاره د سفیر ګمارلو خبر تائید کړی دی.
د دغه هېواد د ولسمشر مرستیالې “روزاریو موریلو” په یوې خپره شوې اعلامیه کې ویلي: “مونږ د افغانستان اسلامي امارت، ولس او حکومت څخه مننه کوو چې زمونږ په ملګري مایکل کامپبیل یې رحم وکړ”.
رسنیو ویلي، چې کامبپیل به خپلې سفارتي چارې د چین له پلازمېنې “بیجینګ” څخه پر مخ وړي.