د افغانستان اسلامي امارت د کانونو او پټرولیم وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د دغه وزارت سرپرست، ښاغلي هدایت الله بدري د ټاپي پروژې له اجرايي رییس مراد امانوف او ترکمن ګاز او ټاپي کمپنیو له تخنیکي ټیمونو سره کتلي دي.
ښاغلي هدایت الله بدري، د ټاپي پروژې اجرايي رییس ته ډاډ ورکړی چې چمتو دي د دغې پروژې د چارو د چټکتیا په موخه همکاري وکړي.