د هرات د کرنې ریاست مسوولین وايي، چې سږ کال په دغه ولایت کې د انځرو حاصلات نږدې ۱۱ زره مټریک ټنه اټکل شوي چې د تېر کال په پرتله ۴۰ سلنه زیاتوالی ښيي.
په هرات کې پر ۶۲۰ هکتاره ځمکه د انځرو بڼونه جوړ شوي.
د هرات باغ لرونکي هم د انځرو د حاصلاتو په ډېروالي خوشحاله دي. دوی له سرپرست حکومته غواړي چې حاصلاتو ته یې په بهر کې بازار موندنه وکړي.
ډیری بڼوال بیا وايي، دا چې انځر نازکه مېوه ده او ډېر ژر خرابېږي، په تازه حالت کې تر لرې پرتو سيمو نه لېږدول کېږي، نو ځکه يې باغ لرونکي ساتي او بيا يې د وچې مېوې په توګه بهرنيو هېوادونو ته صادروي.