شېر کړئ Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp د هرات ولایت مقام رسنيز دفتر خبر ورکړی، چې د اسلام کلا په صفري نقطه کې يې د ۴۱ زره کډوالو لپاره د لنډ مهاله پنډغالو د جوړېدو چارې په چټکۍ سره روانې دي او ډېر ژر به یې ګټې اخیستنې ته وسپاري. د هرات ولایت مقام د رسنیو دفتر ویلي، چې له ایران څخه د راستنېدونکو افغان کډوالو لپاره یې تر دې مهاله په اسلام کلا کې د ۲۶زره تنو لپاره د موقتي استوګنې اسانتیاوې برابرې کړې دي. د مسوولینو په خبره، ډېر ژر به په دغه لنډ مهاله پنډغالي کې د ۴۱ زره کډوالو لپاره اسانتیاوې برابرې کړي.
ملي دفاع وزارت: پاکستانی رژیم خپلو عسکرو ته د اوښتو زیانونو د پټولو لپاره بېبنسټه ادعاوې کوي11 مارچ 2026
بهرنیو چارو وزارت: افغان حکومت غواړي له امریکا سره د بندیانو موضوع د رغنده تعامل له لارې پایته ورسوي10 مارچ 2026