د هرات ولایت سیمه ییز چارواکو د یاد ولایت په انجیل، ګذره او زنده جان ولسوالیو کې د څلور نیم میلیونه ډالرو په لګښت د ۱۵۰ بېلابېلو ټولګټو پروژو د بشپړېدو خبر ورکړی دی.
د دغه ولایت سیمه ییز چارواکي وایي، چې په دې پروژو کې د اوبو کوچني بندونه، سړکونه، استنادي دیوالونه، کارېزونه او کانالونه جوړول شامل دي.
دغه پروژې د خوړو نړۍوال سازمان په مالي ملاتړ ترسره شوې دي، چې ۴.۵ میلیونه ډالره لګښت پرې راغلی دی.
د هرات ځایي چارواکي وایي، چې دا ډول پروژې د کاري فُرصتونو په رامنځته کولو کې اساسي رول لري او ورسره جوخت خلکو ته د کار او حلالې نفقې د پیدا کولو وسیله ګرځي.
د مسوولینو په وینا هېواد کې سلګونه ټولګټې پروژې بشپړې او دغه راز د ګڼ شمېر نورو پروژو د رغاونې او بیا رغونې چارې روانې دي.