افریقايي هېواد موریتانیا څخه هسپانیا ته تلونکې د ناقانونه کډوالو کښتۍ د ډوبېدو په پېښه کې د ۴۴ پاکستانیانو په ګډون ۵۰ تنه مړه شوي دي.
د بشري حقونو د نړيوال سازمان په وینا، د جنورۍ په ۱۲مه د هسپانیا سمندري ژغورونکو د کښتۍ د ورکېدو په اړه خبر ورکړی وو، چې وروسته له څو ورځو لادرکه کښتۍ پيدا شوې او د ۸۶ کډوالو له ډلې یې ۵۰ تنه مړه شوي.
په پېښه کې د مړو شویو کسانو کورنیو پاکستاني رسنیو ته ویلي، چې د کورنۍ غړو یې غوښتل اروپا ته لاړ شي خو د پیسو او خوراکي توکو د نهشتون له امله یې کښتۍ ډېره موده د سمندر په اوبو کې بنده پاتې وه چې دغه پېښه رامنځته شوه.