د هسپانیې لومړي وزیر پیډرو سانچیز د شنبې په ورځ (نومبر ۲مه) په یوه ټلوېزیوني وینا کې ویلي: “په تېرو ۴۸ساعتونو کې د هېواد امنیتي او وسلهوالو ځواکونو زرګونه ګراجونه، کورونه، سیندونه او سړکونه کتلي او ۲۱۴ مړي یې له دغو سیمو را ایستلي دي.”
هسپانیې تر دې دمه دوه نیم زره سرتیري د لټون او ژغورنې د عملیاتو لپاره موظف کړي، خو د دغه هېواد لومړي وزیر پیډرو سانچيز ژمنه کړې چې پنځه زره نور سرتیري به هم وګماري.
د هسپانیا په لسګونو ښارونه په هغه هېواد کې د وروستیو ناڅاپه سېلابونو په پایله کې تر اوبو لاندې شوي د هسپانیا د هواپېژندنې ادارې په دغه هېواد کې، د باران اندازه بېسارې بللې ده.
دا سېلابونه په اروپا کې د ۱۹۶۷ کال راهیسې بې ساري بلل شوي.