Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»هغه جنرال چې د واک په دوهمه ورځ يې خپل پتلون د جکړې په ډګر کې پرېښود
    لیکني

    هغه جنرال چې د واک په دوهمه ورځ يې خپل پتلون د جکړې په ډګر کې پرېښود

    صابر افغانصابر افغان7 مارچ 2024څرگندونې نشته4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    لیکوال: اېمل پښتون

    د ١٤٠٢/٧/٢٧ نېټه د پخوانۍ اردو د ځانګړو ځواکونو د پخواني قوماندان سمیع سادات په مشرۍ د “افغانستان متحدې جبهې” په نوم یوه نوي سازمان په امریکا کې خپل شتون اعلان کړ.

    دغې جبهې ویلي، چې د دې جبهې د جوړېدو موخه “د طالبانو له اشغال څخه د افغانستان ازادول، د افراطي ډلو ځپل” او د دې هېواد د وګړو هوساینه ده.

    د ده په باور، دغه هېواد له امریکایانو څخه طالبانو اشغال کړی دی، دوی د افغانستان اصلي مالکین امریکایان بولي، ځکه دوی له دغه ځای څخه د واشنګټن ساتنه کوله، چې طالبانو په خپل راتګ سره د دوی دغه ماموریت ته د پای ټکی کېښودل شو.

    دوی ادعا کړې ده، چې بل هدف یې د هېواد د وګړو هوساینه ده. خو ناخبر له دې چې د دوی په تګ سره د هيواد وګړو ايله د آرام ساه واخیسته، ايله د هېواد وګړي له غلا، چور، چپاول او فحشا څخه په امن کې شول، ځکه مفسدین خپل اصلي ټاټوبي (امريکا) ته ستون شول.

    او همدارنګه د افغانستان د متحدې جبهې مشر سمیع سادات د دغې جبهې د موجودیت د اعلانولو پر مهال وویل: چې د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې د طالبانو له واک ته رسېدو سره، افغانستان یو ځل بیا د سپټمبر د یوولسمې د حملو د اصلي عاملینو لاس ته ورغی، چې د سیمې او نړۍ لپاره خطرناک دي.

    دی ځان دومره هوښیار بولي چې خپلو بادارانو(امریکایانو) ته په غيرې شعوري ډول اطلاع ورکوي، چې ګورئ افغانستان یوځل بیا د ترهګرو په پټنځای بدلېږي، خو دی له دې هم ناخبره دی چې دی د امریکایانو د لوبو نانځکه ده او په خپله غېږ کې یې اړوي را اړوي.

    سمیع سادات د طالبانو په لاس د کابل له سقوط یوه ورځ وړاندې، د هغه وخت د ولسمشر له خوا د کابل د عامه امنیت د ریاست سرپرست وټاکل شو، خو په دوهمه ورځ يې پتلون د جګړې په ډګر کې پرېښود او له بادار سره یې په تېښته بریالی شو.

    که څه هم طالبانو په رسمي توګه اعلان کړی، چې د افغانستان له اسلامي امارت پرته، هیڅ سیاسي ګوند ته اجازه نه ورکوي، چې په افغانستان کې فعالیت وکړي.

    خو د تښتېدلو مشرانو او قوماندانانو لپاره د پخوا په پرتله، د سياسي ګوند جوړول اسانه شوي دي. ځکه دوی نور اړ نه دي، چې د خپل ګوند د غړو شمېر ۱۰۰۰۰ تنو ته لوړ کړي او د جواز ترلاسه کولو لپاره د عدلیې وزارت قانوني شرایط پوره کړي.

    د ګوند د جوړولو لپاره اوس دا اړینه نه ده، چې حتی د تنظیمي جوړښت، مرکزي دفتر او ولایتي دفترونو او نورو تعریف هم وکړي، دوی کولی شي یوازې په فیسبوک، ټویټر او نورو اجتماعي رسنیو کې خپل شتون اعلان کړي، د طالبانو پر ضد څو شعارونه ورکړي، خندوونکي درواغ او افواهات ووایي او د رسنیو پام ځانته راجلب کړي.

    د هغه په زړه پورې اکټونه د پوځي یونیفورم سره، چې د هندي فلمونو د اتلانو ښکارندويي کوي، لکه په ریښتیا چې یوه فلمي صحنه جوړوي، له مينه والو د سپورت او تمرین غوښتنه کوي، زما په فکر دی اوس هم په یوه خيالي دنيا کې اوسي.

    نوموړي دا هم وویل: چې دغه جبهه له طالبانو سره په جګړه کې له امریکا څخه د پوځي مرستو غوښتنه نه کوي. خو هغه “سیاسي او اخلاقي” ملاتړ غواړي او له واشنګټن څخه یې وغوښتل چې “د طالبانو له رژیم سره هر ډول ملاتړ ودروي”له سیاسي او اخلاقي ملاتړ څخه يې هدف څه دی؟ کېدای شي له اخلاقي مرستې څخه يې هدف د دفتر لپاره د چای او انترنت د MBیانو ترلاسه کول وي.

    ځکه د طالبانو پر وړاندې يې بادار هم سیاسي، اخلاقي او پوځي ماته خوړلې ده.د نظامي ملاتړ سوال يې نه له بادار سره پيدا کېږي نه له غلام سره، ځکه په نظامي اړخ کې یې خپله زهرجنه تجربه ورته کفایت کوي.

    مخکینۍ مقالهبنګال څنګه له پاکستان څخه جلا سو؟او بوټو ولي اعدام سو؟
    راتلونکي مقاله ملګري ملتونه سوکه سوکه افغان حکومت د یو واقعیت په توګه مني

    مربوطه لیکنې

    د یوې بلې ناکامې او قوم‌پالې تجربې پیل

    4 اگست 2025

    جنسیتي تبعیض؛ د افغانستان له واقعیت څخه لرې او جعلي روایت

    1 اگست 2025

    1 اگست 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 4 اگست 2025

    د عبدالله بن مسعود رض د جګړه‌ییزو ګډو زده‌کړو قومندانۍ څخه لسګونه ځوان منسوبین فارغ شول

    د ملي دفاع وزارت د بېلابېلو قطعاتو او سیمه‌ييزو قول اردوګانو ۶۱ تنه ځوان منسوبین،…

    د بورکینیافاسو د پوځ پر مرکز د القاعدې د پوځي څانګې برید؛ ۱۴ پوځیان ژوندي نیول شويد القاعدې اسلامي غورځنګ پوځي څانګې “جماعة نصرة الاسلام والمسلمین” خبر ورکړی، چې وسله‌والو یې د بورکینافاسو د پوځ پر مرکز برید کې ۱۴ پوځیان ژوندي نیولي.

    4 اگست 2025

    د اوکراين ولسمشر ولادیمیر زيلينسکي: د چین، پاکستان، افریقا او منځنۍ آسیا کرايي جنګیالي زموږ پر ضد جنګېږي

    4 اگست 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د عبدالله بن مسعود رض د جګړه‌ییزو ګډو زده‌کړو قومندانۍ څخه لسګونه ځوان منسوبین فارغ شول

    4 اگست 2025

    د بورکینیافاسو د پوځ پر مرکز د القاعدې د پوځي څانګې برید؛ ۱۴ پوځیان ژوندي نیول شويد القاعدې اسلامي غورځنګ پوځي څانګې “جماعة نصرة الاسلام والمسلمین” خبر ورکړی، چې وسله‌والو یې د بورکینافاسو د پوځ پر مرکز برید کې ۱۴ پوځیان ژوندي نیولي.

    4 اگست 2025

    د اوکراين ولسمشر ولادیمیر زيلينسکي: د چین، پاکستان، افریقا او منځنۍ آسیا کرايي جنګیالي زموږ پر ضد جنګېږي

    4 اگست 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،994 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،930 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،941 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.