د کرنې، اوبو لگولو او مالدارۍ وزارت مسوولین وايي، په دغه ولایت کې د اوبو د تنظیم په برخه کې د ۱۶ مېلیونه افغانیو په ارزښت پروژې پلې کوي.
د یاد وزارت د ځمکو د اصلاح رئیس شېرمحمد حاتمي هلمند ته د خپل سفر پر مهال ویلي، د کرنې، اوبو لگولو او مالدارۍ وزارت له پراختیايي پانگې څخه هلمند د کرنې ریاست سره په همغږۍ د اوبو د تنظیم او مدیریت په موخه غواړي د ۱۶ مېلیونه افغانیو په ارزښت پروژې پلې کړي.
نوموړي ویلي، د کرنې وزارت غواړي په هلمند کې د عمومي او فرعي زابرانو د پاکولو، د ځمکو هوارولو او وچو ځمکو ته اوبو لاندې کولو په برخه کې د دې ولایت په اوو ولسوالیو کې ساحې سروې کړو، چې له مخې به یې مستحقې سیمې په نښه شي او په همدې کال کې به یې د تطبیق چارې پای ته ورسول شي.
هلمند د افغانستان تر ټولو لوی ولایت دی، چې بېلابېل کرنیز توکي پکې کرل کېږي.
که څه هم هلمند د اوبو ډک سیند لري؛ خو لا هم د دغه ولایت گڼې سیمې اوبه نه لري او بزگران یې للمي کرنیز توکي کري.