د هلمند امنیتي چارواکي وايي، د مرکز لښکرگاه په گډون د دغه ولایت په شمېر ولسوالیو کې د وسلهوالو غلو یوه ډله نیول شوې ده.
د هلمند د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د هلمند امنیه قومندانۍ اړوند د جنايي جرمونو سره د مبارزې مدیریت له لوري د مرکز لښکرگاه په گډون په یو شمېر ولسوالیو کې درې ډلې وسلهوال غلهٔ وسلو او وسایطو سره یو ځای نیول شوي دي.:«د ښار د بېلابېلو حوزو او یو شمېر ولسوالیو کې درې ډلې غلهٔ چې ټول لس تنه کېږي، په یادو سیمو کې ډلهییزې غلاوې د وسلو په مټ کولې، چې د کشفي عملیاتو پر مهال ونیول شول.»
د خبرپاڼې له مخې، نیول شوو غلو له خلکو څځه موټرونه، موټرسایکلونه، موبایلونه او د شپې پر مهال د کورونو څخه قیمتي توکي غلا کول.:د جنايي جرمونو سره د مبارزې مدیریت په درېیو بېلابېلو قضیو کې یاد غلهٔ ونیول. له یادو غلو سره یو میل ټیټکوف، دوه میله تومانچې، دوه عدده چړې، درې عرادې موټرونه، څلور پایې گرځنده موبایلونه او دوه عرادې موټر سایکلونه نیول شوي دي.»
په خبرباڼه کې ویل شوي، د نیول شوو غلو دوسیې تر بشپړو څېړنو او پلټنو وروسته ترتیب شوي او ډېر ژر به اړوند شرعي محاکمو ته ورپېژندل شي.
له دې وړاندې هم د هلمند امنیتي ځواکونو د مرکز په گډون د دغه ولایت په گڼو ولسوالیو کې سلگونه غله او فساد جوړوونکي نیولي او د قانون منگولو ته یې سپارلي دي.