د اوبو او انرژۍ وزارت څخه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي؛ د نجیب سلیمان هندي شرکت مسؤلینو د اوبو او انرژۍ وزارت له سرپرست وزیر سره په لېدنه کې دبرېښنا د تولید په پروژو کې پانګونې ته لېوالتیا څرګنده کړې ده.
په دغه لیدنه کې، د نوموړي شرکت مرستیال منور لال ویلي، چمتو دي چې په افغانستان کې د برېښنا انرژۍ د تولید په پروژو کې پانګونه وکړي.
سرپرست وزیر ښاغلي منصور ټينګار کړی، چې د اړینو همغږیو د رامنځته کولو لپاره غوره ده، چې د وزارت او د نوموړي شرکت تخنیکي ټیمونه د پانګونې د څرنګوالي او د پروژې د ځای د ټاکلو په هکله هوکړې ته ورسيږي؛ ترڅو د پروژې د اغېزمنتوب څخه ډاډ تر لاسه او د پلي کولو زمینه یې برابره شي.