د عامې روغتیا وزارت وایي، هند د سرطاني ناروغانو د ملاتړ او د روغتیايي خدمتونو د پیاوړتیا په موخه د سرطان ضد ۱۸ قلمه درمل د بشردوستانه مرستې په توګه یاد وزارت ته سپارلي.
د وزارت د معلوماتو له مخې، د دغو درملو ټولیز وزن اووه زره او ۵۸۶ کیلو ګرامو ته رسېږي.
د عامې روغتیا وزارت رهبرۍ د هند هېواد له دې همکارۍ څخه د مننې تر څنګ، یاده مرسته د سرطاني ناروغانو درملنې لپاره حیاتي بللې.
وزارت ټینګار کړی، چې یاد درمل به د تخنیکي او کنټرول پړاوونو تر بشپړېدو وروسته اړوندو روغتیايي مرکزونو ته ووېشل شي.


