نړۍوالو رسنیو راپور خپور کړی، چې د هند په پایتخت نوي ډهلي کې د دغه ښار د پراختیایي ادارې لخوا د “اخون جي” تاریخي او لرغونی جومات چې ۷۰۰ کاله یې قدامت درلود، ونړول شو.
د سیمې اوسېدونکو د هند حکومت د دغه اقدام پر وړاندې په احتجاجي ډول نړۍوالو رسنیو ته ویلي، چې د یاد جومات د ورانولو په اړه دوی ته پخوا هیڅ نه دي ویل شوي.
د یادې سیمې اوسېدونکي وایي: ” د دغه جومات ځمکه د نوي ډهلي د پراختیایي ادارې اړوند نه ده، موږ یې قانوني اسناد لرو.”
په عینِ وخت کې الجزیرې داسې اسنادو ته لاسرسی پیدا کړی، چې د یادې ځمکې په اړه د قضا تصمیم د انتظار په حال کې ښودل شوی دی.
د راپورونو پر اساس، په یاد جومات کې یتیم او بې سرپرسته ماشومان هم ساتل کېدل.
دغه جومات په داسې حال کې نړول کېږي، چې څه موده وړاندې د هند په اوترا پردېش ایالت کې د “بابري” تاریخي جومات، چې په ۱۹۹۲ کال کې د تندروه هندوانو لخوا نړول شوی و، د هند حکومت لخوا د یاد جومات پر ځمکه د هندوانو د “رام ” معبد جوړ شو، دغه معبد د هند د صدراعظم نریندار مودي لخوا پرانېستل شو.