شېر کړئ Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp د خیبر پښتونخوا په هنګو ولسوالۍ کې د پولیسو پر موټر بمي برید شوی، چې له امله یې څلور پاکستاني پولیس هلاک او دوه نور ټپیان شوي دي.ځایي سرچینې هندوکشغږ ته وایي، چې برید نن (جمعه) د هنګو په غلمینه سیمه کې شوی او په هلاک شویو پولیسو کې د اسد زبیر په نوم د پولیسو یو لوړ رتبه افسر هم شامل دی. د پاکستان پوځي رژیم ځایي امنیتي چارواکو برید تائید کړی؛ خو مسئولیت یې لا کومې ډلې نهدی منلی.
پخوانی پاکستانی پوځي افسر، عادل راجا: پاکستاني رژیم افغانستان ته د استول شویو وسلو پر نیول کېدو، د شرم پر ځای پر معصومو افغانانو هوایي بریدونه وکړل22 فبروري 2026
د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن: دلته بادشاهي او ديکتاتوري نظام واکمن دی، ټولې پرېکړې يواځې يو کس کوي او هېڅ روښانه پاليسي نه لرو12 فبروري 2026