
د پښتونخوا کوهاټ ښار ته نږدې هنګو سيمه کې د پاکستاني رژيم د پوليسو د لوی تعليمي مرکز پر فضا همدا مهال د افغان ډرون الوتکو غږونه اوریدل شوي او د ځايي خلکو او پوليسو ترمنځ ویره او ګډوډي رامنځته شوې.
د رسېدلو معلوماتو له مخې پوليسو په هوايي ډزو لاس پورې کړی، چې د سيمې خلک یې سخت وېرولي دي.
ياده دې وي، چې د پوليسو دا تعليمي مرکز د پښتونخوا په کچه د پاکستاني رژيم پوليسو له سترو تعلیمي مرکزونو څخه ګڼل کېږي.

