د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ویاند عنایتالله الکوزی وایي، چې هېواد کې د انټرنیټي او تلیفوني خدماتو بیې ټيټېږي.
د ښاغلي الکوزي په وینا؛ د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له لوري د مخابراتي شرکتونو له ارزونې وروسته دوی ته د بیو نوې اندازه ټاکل شوې، چې نن (چهارشنبه، د لړم ۲۳مه) به د یوه خبري کنفرانس په ترڅ کې اعلان شي.