مالیې وزارت وايي، چې د لومړي ځل لپاره هېواد کې د پلټونکو ادارو او د مسلکي زدهکړو بنسټونو ته د جواز ورکولو لړۍ پیل شوه.
یاد وزارت زیاته کړې؛ پلټونکو ادارو ته د معیاري جواز په ورکولو سره به اداري چارې لا مسلکي شي، د ملي عوایدو له تېښتي څخه به مخنیوي وشي، د دولتي او خصوصي شرکتونو په عوایدو کې به زیاتوالی راشي، په مالي او مالیاتي پروسو کې به بشپړه روڼتیا رامنځته شي او شرکتونه به د سیستم جوړونې په برخه کې لا ډېر پیاوړي شي.