Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»واخان کریدور؛ د سیمه ییز اتصال او اقتصادي غوړېدا تر ټولو ډاډمن او ارزښتمن مسیر
    لیکني

    واخان کریدور؛ د سیمه ییز اتصال او اقتصادي غوړېدا تر ټولو ډاډمن او ارزښتمن مسیر

    صابر افغانصابر افغان18 مې 2024څرگندونې نشته8 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    ابوعثمان غزنوی

    پر افغانستان د امریکايي نېواک تر ختمېدو او د اسلامي امارت په راتګ سره، زموږ ګران هېواد د بشپړ ثبات او ټیکاو پر لوري ګامونه اخلي؛ د هېواد په لر او بر؛ شمال او سویل؛ ختیځ او لویدیځ ټولو سیمو کې، د امنیت ډاډمنه فضا حاکمه ده؛ کورني او بهرني سیلانیان کولی شي، له کوم امنیتي ستونزې پرته د هېواد ټولو سیمو ته تګ راتګ وکړي.

    دا د ډېر شکر ځای دی؛ چې څه د پاسه ۴۰ کلونو جنګ جګړو، ناامنیو او ناکراریو وروسته هېواد مو د تلپاتې سولې او ډاډمن ثبات په ګاڼه سینګار شوی، زورواکي، لنډغري او ناقانوني پای ته رسېدلي؛ جرمي مافیايي شبکې له منځه وړل شوي، له هر چا سره د قانون او اصولو په تله برخورد کېږي.

    د دې ترڅنګ بهرنی سیاست مو ورځ تر بلې غوړېږي، له نړیوالو سره د متقابل احترام په چارچوب کې د سیاسي، فرهنګي او اقتصادي تعاملاتو کچه ورځ تر بلې مخ په پراخېدو ده. د بهرنیو چارو وزارت او د هېواد نور وزارتونه او ادارې هره ورځ د هغو بهرنیو مېلمو او دیپلوماټانو کوربه وي، چې غواړي افغانستان ته راشي او دلته شته واقعیتونه د خپل عینک له لیده وګوري، نه د افغانستان دشمنه کړیو له تریبیونه او مغرضو رسنیو له هیندارو.

    دوی هڅه کړې، چې د افغانستان عیني او موجود واقعیتونه له نژدې وګوري او د هغه په رڼا کې له اسلامي امارت سره سیاسي، اقتصادي او تجارتي تعامل وکړي؛ الحمدلله تر اوسه پورې د هغوی ټولو ارزونه مثبت ده؛ له همدې امله ده، چې هغوی د یو مسوول او باثباته نظام په توګه پر اسلامي امارت باور کړی؛ له دې سره سره چې یو شمېر مغرضو نړیوالو قدرتونو او یو شمېر نورو ګاونډیو هېوادونه غواړي، د اسلامي امارت په تړاو د نړیوالو په لیدلورو کې بدلون راولي؛ خو لکه څرنګه چې د هېواد دننه موجود واقعیتونه دومره ښکاره او واضح دي، چې هېڅوک ترې انکار نه شي کولی، نو د دشمنانو دغه توطیه او دسیسه هم تراوسه پورې کار نه ده ورکړې او په نطفه کې شنډ شوې دي.موجود ډاډمن وضعیت ته په کتو سره، ډېری بهرنيو او کورنیو پانګه والو هڅه کړې، چې دلته پانګونه وکړي او یا د پانګه اچونې لپاره خپلې هڅې کړندۍ کړي.

    د تازه معلوماتو او شمېرنو له مخې، د اسلامي امارت تر واکمنېدو وروسه تر ۲۰۰ زیات د لوړې کچې بهرنیو او کورنیو پانګه والو د پلازمینې په ګډون د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې پانګونه کړې؛ دغه پانګونه تر ډېره بریده په صنعتي او ساختماني سکټور کې شوې، چې زیات شمېر هېوادوالو ته هم پکې د کار زمینه برابره شوې، د کورني تولیداتو کچه زیاته شوې، چې ورسره جوخت بهر ته د صادراتو په کچه کې هم د پام وړ زیاتوالی راغلی او بالمقابل، د وارداتو کچه په کافي اندازه راټیټه شوې ده.

    د محدودو ادارو او ستونزو په استثنا، د عامه او دولتي سکتور ټولې ادارې او واحدونه فعال شوي؛ پر وخت او په ښه کیفیت سره خلکو ته خدمتونه وړاندې کوي. په مجموع کې، په ټولو برخو کې بې سارې پرمختګونه او پرمختیاوې محسوس دي، چې ټولو ته لکه د لمر په شان روښانه دي او هېڅوک ترې انکار نه شي کولی.

    د هېواد په لر او بر کې د سترو اقتصادي او بنسټیزو پروژو باندې کار روان دی؛ په شمال کې د واخان کریډور؛ قوشتیپه کانال، په لویدیځ کې د کابل – هرات مستقیمه لویه لاره، د هرات د سمنتو ستره فابریکه، د خواف – هرات د وسپنې پتلۍ کرښه، د پاشدان بند، د بخش آباد بند؛ په سویل کې د کابل – قندهار لویه لاره او بیا قندهار – هرات لویه لاره، د کجکې او کمال خان بند دویم او درېیم فاز، په ختیځ کې د کابل – جلال آباد لویې لارې دویم سړک چې په نژدې راتلونکي کې یې به کار پیل شي، د کاسا زر برېښنا سترې پروژې پاتې چارې د مشت نمونه خروار په توګه سترې رغنیزې او اقتصادي پروژې دي چې اسلامي امارت په نشت امکاناتو پرې کار پیل کړی دی.

    که څه هم ټولې پورتنۍ پیل شوې پروژې د افغانستان او افغانانو لپاره حیاتي ارزښت لري؛ خو په دې منځ کې تر ټولو مهم د واخان کریدور دی، چې په بشپړېدو سره به په سیمه کې یو ستر اقتصادي او تجارتي انقلاب او تحول رامنځته شي.

    واخان کریدور، په واقعیت کې د لرغونې ورېښمو لارې د پل تعقیب دی، چې یو مهال د اسیا ختیځ او لویدیځ او د اسیا ختیځ په ځانګړې توګه چین له اروپا سره د اتصال اسانه او ارزانه لاره وه.

    اوسمهال که دغه لاره بېرته فعالېږي، نو چین د ایران د نفتي تولیداتو تر ټولو نژدې بازار پر محور بدلېدای شي، همدارنګه د چین صنعتي تولیدات کولی شي د قفقاز، منځني ختیځ، ایران، ترکیې او ان اروپایي بازارونو ته د یو ارزان مسیر په مرسته لاره ومومي او خپلو غربي تجارتي سیالانو ته ماته ورکړي.

    د دې ترڅنګ د چترال له مسیره د افغانستان د پامیرونو له لارې د مرکزي اسیا او سویلي اسیا د اتصال خبره هم د سیمې د ستراتیژیکو څېړنو مرکزونو تاوده بحثونه جوړوي.په هر صورت، دغه ټول پرمختګونه او پرمختیاوې د باثباته او بشپړ امن هېواد او یو موټي نظام محصول دی؛ چې پر اسلامي امارت د ولسي ملاتړ او باور زیږنده ده.

    د افغانستان متدین او مسلمان ولسونه ټول دې پایلې ته رسېدلي، چې که غواړو، امن او باثباته هېواد نظام ولرو، نو بهترینه نسخه یې اسلامي امارت دی؛ ځکه دغه نظام له یوې خوا یو موټی دی، له بلې خوا د هېواد داسې متعهد او ژمن کدرونه پکې سره راټول شوي، چې د قربانۍ ډګر کې تر ټولو لومړی ولاړ و؛ په دې توګه، په هېڅ صورت د ولس، ولسي دیني باورنو، دیني او ملي ګټو او ارزښتونو پر سر له هېڅ لوري او ډلې سره معامله نه کوي.همدغه څه تل د اسلامي امارت د بریا راز و او وي به.

    پورتنیو ټکیو ته په کتو سره، افغانستان دښمنو کورنیو او بهرنیو کړیو، مافیایي ډلو ټپلو، د نشه یي توکو او انساني قاچاق شبکو چې د اسلامي امارت په راتګ سره یې ګټې له ګواښ سره مخ شوي، هم لاس تر زنې نه دي ناست؛ هره ورځ او ان هر ساعت د راز راز توطیو او دسیسو پر جوړولو بوخت دي، ترڅو د افغانانو دغه سپېڅلي نظام، چې له لسیزو لسیزو زموږ مظلومو هېوادوالو یې د راتلو انتظار کاوه، وننګوي او خدای مکړه د نظام او ولس ترمنځ واټن رامنځته کړي.

    دوی پوهېږي، چې اسلامي امارت د خپل ولسونو په زړونو کې ځای لري، اوسمهال چې نورې دسیسې او توطیې یې شنډې شوې، په دې هڅه کې دی، چې د خپلو شبکو له لارې زموږ د خلکو په منځ کې نفوذ وکړي او د نظام پر وړاندې یې وهڅوي، چې ښه بېلګه یې د بدخشان ولایت د درایم او ارګو ولسوالیو وروستیو اعتراضونو، او وړمه ورځ د غويي ۲۳ مه نېټه د بدخشان د ارګو ولسوالۍ د برلاس توطیه وه.

    دا ټولې پېښې په هممهاله توګه په داسې وخت کې رامنځته کېږي، چې تر فتحې وروسته، د واخان کریدور، چې اسلامي امارت لومړني کارونه یې بشپړ کړي، ورځ تر بلې لا پسې ارزښتمن او نه یوازې د هېواد په کچه بلکې د سیمې او ان نړۍ په کچه د یو سوداګریز بدلون او غوره اقتصادي پرمختیا د سپین سهار زیری ورکوي.

    د بدخشان او پامیرونو دغه ارزښتمن ستراتیژیک موقعیت ته په پام سره، هغه افغان دښمنې کړۍ او هېوادونه چې نه غواړي، د افغانانو هوسا، پرمختیا او ارام ژوند وویني، ارام ناست نه دي، هره شېبه د توطیو او دسیسو پر جوړولو لګیا دي.

    که څه هم اسلامي امارت مسؤولینو له دغو پېښو او پرمختیاوو سره تراوسه پورې په پوره تعقل او تدبر سره برخورد او په هماغه لومړیو شېبو کې دغه توطیې شنډې کړي، خو بیا هم اړینه ده، چې د دغو پېښو په تړاو له پوره دقت څخه کار واخیستل شي او لاندې موارد د وړاندیز په توګه وړاندې کېږي:

    ١- په دې برخه کې پوره څېړنه او تحقیق وشي؛ د ستونزو جرړې په ګوته او په ډېر تدبیر او زیرکتیا ورسره پرېکنده او جدي برخورد وشي.

    ٢- د پامیرونو او بدخشان زیاتره خلک ډېر بېوزله دي، نو اړینه ده، د بې کارۍ کچه راټیټېدو او د خلکو اقتصادي پرمختیا په موخه، سیمه ییزې پرمختیايي پروژې پیل شي.

    ٣- د ستونزو د اوارۍ پر وخت د سیمې له خلکو او مشرانو سره د اسلامي امارت د اړوندو مسوولینو تماسونه باید ډېر نژدې وي او په دې برخه کې د سیمې د علماوو او ملا امامانو له همکاریو او مرستو څخه پوره استفاده وشي.

    د دې ترڅنګ باید هڅه وشي، هره ستونزه د تفاهم او خبرو له لارې حل شي او که بیا هم ستونزه حل نه شو، نور مدبرانه کړنلارې تر لاس لاندې ونیول شي

    .٤- لکه څرنګه چې د دې سیمې زیاتره خلک مالدار دي، نو د هغوی لپاره د بازارموندنې او مالدارۍ پرمختیا او ودې په برخه کې هڅې وشي.

    ٥- له هغه ځایه، چې په همدې سیمه کې په دې وروستیو کې اسلامي امارت د کوکنارو بوټي د له منځه وړلو کمپاین پیل کړی او لکه څرنګه چې پورته هم ورته اشاره وکړه، دسیسه ګرو کړیو له دغه فرصت څخه په ګټه اخیستنې محدودې ستونزې هم جوړې کړې، چې خدای مه کړه د امارت او خلکو ترمنځ واټن رامنځته کړي، نو اړتیا ده، د دې لپاره چې د سیمې اوسیدونکي متضرر نه شي، د بدیل بوټي د کښت په برخه کې اقدامات ترسره شي، داسې بوټی چې وکولی شي، له اقتصادي پلوه تر کوکنارو بزګرو ته ګټور وي.

    په دې توګه وړاندیز کېږي، چې د دغه بدیل بوټي د کښت او ترویج په پار د کرنې وزارت کارپوهانو او علومو اکاډمي څېړونکو له خوا په سیمه کې ګډه ساحوي څېړنه ترسره شي او پایلې له اړوندو ادارو سره شریک شي.

    مخکینۍ مقالهکابل: درېیمه حوزه کې د شر و فساد یو بریدګر نیول شوی
    راتلونکي مقاله جان اڅکزي ته!

    مربوطه لیکنې

    جنګونه او درسونه؛ اُمت باید څه ترې زده کړي؟

    17 جون 2025

    افغانستان ته د وروستیو جګړو پیغام او چالشونه

    17 جون 2025

    افغانستان او د اسلامي امت اړوند قضیې؛ بې‌ پروايي که د مسؤلیت منل؟

    17 جون 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    نړۍ 21 جون 2025

    نیویارک ټایمز: د ایران مذهبي مشر درې عالمان د خپل ځای ناستي لپاره د نوماندانو په توګه ټاکلي

    نیویارک ټایمز د دریو لوړپوړو ایراني چارواکو په حواله راپور ورکړی، چې د ایران مذهبي…

    د سوډان په دارفور او کرفان ولایتونو کې قحطۍ او جګړې د زرګونه انسانانو ژوند اخیستی

    21 جون 2025

    د اسرائیلو پخوانی لومړی وزیر ایهود باراک: له ایران سره جګړه هیڅ منطقي توجیه نه‌لري او د دغه هېواد اټومي پروګرام له‌منځه وړل نا ممکن دي

    21 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    نیویارک ټایمز: د ایران مذهبي مشر درې عالمان د خپل ځای ناستي لپاره د نوماندانو په توګه ټاکلي

    21 جون 2025

    د سوډان په دارفور او کرفان ولایتونو کې قحطۍ او جګړې د زرګونه انسانانو ژوند اخیستی

    21 جون 2025

    د اسرائیلو پخوانی لومړی وزیر ایهود باراک: له ایران سره جګړه هیڅ منطقي توجیه نه‌لري او د دغه هېواد اټومي پروګرام له‌منځه وړل نا ممکن دي

    21 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،964 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،895 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،890 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.